د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د بريد په اړه تازه جزئيات:

#image_title

المرصاد له يوې امنیتي سرچینې څخه معلومات ترلاسه کړي دي چې د بامیانو په مرکز کې په خارجي سیلانیانو باندې يو بريدګر چې په لاس ټپي دی نیول شوی.

سرور ولد قنبر علی د بامیانو د مرکز د ګواره سیمې اوسیدونکی چې په قوم هزاره دی د بامیانو په مرکز کې په بهرنیو سیلانیانو د تیرې ورځې د بريد د یو مهم عامل په توګه پيژندل شوی او نیول شوی ، نوموړي له بريد وروسته په یو ځای کې ځان پټ کړی و او د امنیتي ځواکونو په ورتګ سره یې د تيښتې هڅه وکړه خو ونیول شو.

ویل کیږي نوموړی له امنیتي ځواکونو سره په متقابلو ډزو کې په لاس ټپي شوی هم دی او له پټن ځای څخه یی یو میل کلاشینکوف سره له دوه شاجورو هم لاسته راغلي دي.

امنیتي سرچینې زیاته کړې چې نوموړی له ډیره وخته د یو هیواد له استخباراتي سازمان سره د ارتباط په تور تر شک او تعقيب لاندې و او درې میاشتې د مخه د امنیتي ځواکونو لخوا درې ورځې توقيف شوی هم و.

د دې امنیتي سرچینې له قوله تحلیل داسې دی چې ياد بريد د یو خارجي استخباراتي سازمان له لوري پلان او سرته رسيدلی دی او دا استخباراتي سازمان په داسې ترورونو کې زياته مخينه لري.

شايد له دې برید څخه مختلفې موخې ولري.

هرماس الافغاني
Exit mobile version