د ا.ا د شل کلن جهاد موخې!

ډاکټر حامد

#image_title

د هرې جګړې او قیام پیل؛ هرو مرو یو لامل غواړي، یوه داسې دعوه، داعیه لامل او منهج چې د هغه لپاره وجنګېږې، افراد ور ته جلب و جذب کړې؛ یا هم که څوک دي د قیام یا جګړې د علت پوښتنه کوي، ته هم هغه منهج او دعوه ور ته ښیې.

 

په نړۍ کې هيڅ یوه جګړه پرته له ځانګړې موخې نه ده را منځته شوې، بلکې هر قیام او جګړه د یوې ځانګړې موخې لپاره تر سره کېږي، چې په بې ساري قربانیو سره خپلو موخو ته رسېږي، اسلامي امارت هم د یوه سپېڅلي قیام او جهاد نوم دی، چې د څو سپېڅلو موخو لپاره یې جهاد پیل کړ.

 

د اسلامي امارت د سپېڅلي جهاد څو مهمې موخې:

 

۱:- د اوږد مهاله اشغال ريښې پرې کول؛

افغانستان له کلونو کلونو د کفري استعمار، ښکېلاکونو او اشغال کوربه و، د نړۍ هيڅ یوه استخباراتي کړۍ نه ده پاتې شوې؛ چې په افغانستان یې فکري یا فزیکي یرغل نه وي کړی؛ خو د امارت سپاهیانو په ډېر کمال سره ټول وشړل.

 

۲:- د بې ګناه انسانانو د قتل عام پای؛

د شلو کلونو په جریان کې، داسې ورځ نه ده راغلې؛ چې کوم بې ګناه انسان دي نه وي شهید کړل شوی، روحي او فزیکې درنې شکنجې، هوايي بریدونه، د کورونو ړنګول، درنې چاپې، تر ټانګونو لاندې کول، په سړک د ژوندیو کسانو کشول، حلالول او داسې نور درانه ظلمونه؛ چې هره ورځ یې لیدونکې و.

 

۳:- د سرتاسري امنیت راوستل؛

افغانستان د تېرو شلو کلونو په جریان کې، د نړۍ تر ټولو نا امنه هیواد و، د امنیت هیڅ څرک نه لګېده، له امریکا، داعش او د جمهوریت پدیدو له لاسه د هيڅ چا سر او مال خوندې نه پاتې کېده، بلې خوا ته هغه سیمې چې د اسلامي امارت ځواکونو فتحه کړې وې؛ تر ټولو با امنه وې، خو دغه دریو پدیدو د امنیت اخلال قصداً کاوه، تر څو دا جګړه وده وکړي او دوی د بې ګناه خلګو پر وژلو کريډیټ واخلي.

 

۴:- د یوه پاک اسلامي نظام نفاذ او قیام؛

په افغانستان کې شل کاله د جمهوریت ناوړه رژیم قایم و، هغه نظام چې فقط اسلامي کلمه په نوم کې ور سره نښتې وه؛ نور یې د عمل او نفاذ هيڅ درک نه و، ډیموکراسې او غربي مفکورې تر هر څه ډیرې عملې کېدې، د ډیموکراسۍ او پرمختګ تر عنوان لاندې یې؛ لویو فحشاؤ ته مخه کړه، ښځې له نرانو مخته شوې، سینماوې شوې، کنسرتونه شول.

 

د اسلام اخرې سلګۍ وې؛ خو لله الحمد د اسلامي امارت سرتېرو افغانستان بیا خپل پروني جلال ته اعاده کړ، د اسلام ټاټوبی شو، سپېڅلی شریعت نافذ شو، یو شرعي قانون شو او د غربي مفکورو، ايډیالوژیو او ایزمونو کډې ټولې شوې.

 

۵:- د نوي ځوان نسل اعداد او روزنه؛

د اشغال په شتون کې؛ زمونو ځوان نسل تر یوه قوي فکري استعمار لاندې و، له جهاد او شریعت یې کرکه کېده، استعمارګرو یې ذهنونه د خپلو عقیدو په اساس جوړ کړي و، خو اسلامي امارت الحمد الله د دریو کلنو په جریان کې، د ځوانانو له فکرونو دغه ناوړې مفکورې ایسته او په یوه جهادي، اسلامي او پاکه روحیه سمبال کړل.

هرماس الافغاني
Exit mobile version