د اُمت قوماندانان داسې وو

ابوهاجر الکردي

#image_title

د حماس؛ فقید، ځواکمن، نه ستړی کیدونکی او هوښیار رهبر د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

د ختیځ او لویدیځ مغرضو او دروغجنو رسنیو په وار وار ویلي و، چې د حماس زړور قوماندان؛ شهید یحیی سنوار، په غزه کې په تونلونو کې پټ دی او د اسرائیلو اسیران یې د انساني سپر په توګه کارولي، خو هغه د حماس د لسګونو زرو مجاهدینو په څېر، سره له دې چې عمر یې زیات و؛ د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ وو او په سرلوړۍ سره یې د شهادت دا عظيمه درجه قبلوله.

د اسلام دا ویاړمن شهید؛ په داسې حال کې د شهیدانو له قافلې سره یوځای کېږي، چې پوځي جامې یې پر تن دي او د یهودانو له خوا نه دا چې کشف شي او چاپه پرې ووهل شي، بلکې د جګړې په لومړۍ کرښه کې و او د رهبریت بیرغ یې په لاس کې و.

هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د پیروۍ په توګه په خپله په جګړه کې حاضر وو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډېرو قوماندانانو او اصحابو په څېر د تن په تن جګړه کې په شهادت رسېږي.

بې له شکه چې د سنوار تقبله الله شهادت به حماس کمزوری نه کړي؛ بلکې هغه جګړه چې مجاهدین یې په غزه کې پر مخ وړي، د عقیدې او باور جګړه ده او د یوه رهبر په شهادت سره به د حماس قیادت او رهبریت د بل قهرمان کس په لاس کې پاتې شي.

هغه جګړه چې په غزه کې پیل شوې؛ نوې نه ده او هغه طوفان چې د اقصی په نوم یادیږي، د هغو زرګونو قوماندانانو او مجاهدینو د همت، سرښندنې او وینې پایله ده چې له پیله یې غلامۍ ته غاړه نه ده ایښې او د یهودي دښمن په وړاندې یې سنګرونه نیولي.

د اسلام د لارې له شهید؛ شیخ احمد یاسین څخه نیولې، تر شهید یحیی سنوار تقبلهما الله پورې، لسګونه قوماندانان او امیران شهیدان شول، خو هېڅکله حماس او مجاهدینو په غزه کې له خپلې موخې څخه لاس وا نه خیست.

هغوی یو پیغام نړۍ ته ورساوه، چې زموږ موخه او ارمان هغه څه نه دي چې تاسو یې فکر کوئ؛ موږ د امت د ویاړ او عظمت د بیا ژوندي کولو لپاره را ولاړ شوي یو او د مقدس القدس د آزادۍ لپاره به خپل سرونه قرباني کړو.

زموږ جګړه به له اهل باطل سره تر هغه وخته دوام لري، چې ونې او کاڼي زموږ غږ وکړي او د الله جل جلاله، د ذلیل دښمنانو د له منځه وړلو لپاره زموږ سره خبرې وکړي.

موږ به دې لارې ته دوام ورکوو او د ژوند ترپایه به پرې ودرېږو او ان شاءالله هره پایله چې وي زموږ لپاره بریا ده؛ که هغه شهادت وي او که فتح او بری.

عاصم جلال
Exit mobile version