د ټکنالوژۍ په معاصر پیر کې رسنۍ/ میډیا د اولس غږ، حقایق، دریځونه، د روانو جریاناتو اړوند هر اړخیز معلومات، لوړې او ژورې، پټې او ښکاره دسیسې او پوښل شوې پلانونه د هرې لارې په پرتله له خلګو سره په غوره توګه شریک کولای شي، او په ځانګړې توګه د نړۍ نظامونه د خپلو انګیزو، پالیسیو او سیاستونو د مدیریت لپاره له خواله رسنیو، اطلاعاتو او تبلیغاتي جګړې څخه اعظمه استفاده ترسره کوي.
المرصاد په افغانستان کې د اشغالګرو له ماتې او اسلامي نظام له قیام وروسته شرایطو ته په کتو د افغانانو له اسلامي عقیدې، روان او فکر څخه د دفاع په موخه د یوې قوي دستګاه د رامنځته کولو هوډ کړی تر څو د ګران هیواد نوی قشر د اسلام او هیواد د دښمنانو له شومو دسیسو، په مختلفو بڼو کې تراشل شوې مهرې، استخباراتي څیرې او د موسادي پلانونو له واقعیتونو څخه باخبره او مصؤن پاتې شي او په فکري برخه کې یو قوي دفاعي ځواک رامنځته کړي.
د المرصاد تګلاره:
– المرصاد په اسلامي او افغاني فکر پوښلې یوه معلوماتي، تحلیلي، خبري او د واقعیتونو انعکاسي ویب پاڼه ده.
– المرصاد اسلام ته د نظام په حیث ژمن، له مذهبي، مسلکي او تنظیمي تعصبونو، بدعاتو او ضلالاتو څخه بیزاره او د اهلسنت والجماعة په سپیڅلي منهج باور لري.
– د المرصاد رهبري په ټوله نړي کې د اسلامي نظام د نفاذ لپاره هڅې کونکې مجاهدین وروڼه اهل الحق ګڼي، د دوی مبارزې ته پوره درناوي او بشپړ احترام لري.
– المرصاد د اسلام له ارزښتونو، مقرراتو او حدودو څخه په کلکه دفاع کوي او په ټوله کې د هغو دسیسو او پلانونو په وړاندې مبارزه ترسره کوي چې د اسلامي انقلابونو په وړاندې خنډونه ایجادوي.
ـ المرصاد په هیڅ نوعه وطني، سمتي، توکمي او ژبني انګیزو او توپیرونو باور نه لري.
په درنښت
د المرصاد ویب پانې قیادت
ویب پاڼه: www.almirsaad.com
فیسبوک: www.facebook.com/Almersaad0
ټویټر: www.twitter.com/Almersaad0
ایمیل: www.almersaad0@gmail.com
یوټیوب: www.youtube.com/@Almersaad0
ټیلیګرام: t.me/almersaad1