د افغانستان له غرونو څخه د تاریخ تر زړه پورې! 

عزیز حسام

۱۲ کاله وړاندې په همدې ورځ، د افغانستان د معاصر تاریخ یوې سترې څېرې؛ هغه سړي چې هېواد یې له یوه مهلک او ورانوونکي باټلاقه وژغوره، د حق بلنه وویل او دې فاني نړۍ ته یې وداع وویله.

امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله، د اسلامي امارت بنسټګر او لومړنی امیر، هغه څوک و چې رهبري یې په داسې حال کې په غاړه واخیسته چې هېواد په کورنیو او بهرنیو بحرانونو کې ډوب و، خو نوموړي د روښانه هدف او لویو ارمانونو درلودونکی و.

هغه په خپله جهادي لار کې بې‌شمېره کړاوونه او سختۍ وګاللې، خو سره له دې یې هېڅکله جهاد پرېنښود او د مبارزې ډګر یې ترک نه کړ، په افغانستان کې د کمونیستي حکومت له ړنګېدو او د کورنیو جګړو له پیلېدو وروسته، هېواد له بې‌پایه ننګونو سره مخامخ شو.

په همدې وخت کې و چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله ډګر ته راووت او د طالبانو حرکت په تاسیس او ورپسې د کورنیو جګړو په پای ته رسولو سره یې په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې پر اسلامي شریعت ولاړ حکومت اعلان کړ.

د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د خپل حکومت په لومړیو کلونو کې، له ټولو ستونزو او خنډونو سره سره، وتوانېد چې په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان کړېدلي خلک د هېواد په ډېرو برخو کې د ظلم او ستم لاندې وو، اسلامي امارت د ملا محمد عمر په رهبرۍ وتوانېد چې نظم او عدالت ټینګ کړي او د هغو جنایتکارو ډلو مخه ونیسي چې هېواد یې ګډوډۍ ته کش کړی و.

اسلامي امارت د خپل لومړي پنځه کلن حکومت په اوږدو کې په افغانستان کې ډېری ستونزې حل کړې؛ په دې ډول چې خلک وتوانېدل له سراسري امنیت څخه برخمن شي او هېواد له بحراني وضعیت څخه ووت.

افغانستان په هغه وخت کې د یوه خپلواک هېواد په توګه چې پر اسلامي قوانینو ولاړ حاکمیت لري، پېژندل کېده او بې‌شمېره هڅې وشوې چې هغه فساد او بې‌نظمي چې په پخوانیو دورو کې رواج وه، له منځه یوړل شي.

په دې دوران کې، عمراني پروژې پیل شوې، پر شریعت ولاړ قضایي سیسټم پلي شو او د ډېرو جرمونو ګراف کم شو، د یادونې وړ ده چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله په شخصي توګه د دې اصولو د پلي کېدو نظارت کاوه او تل یې د اسلامي قوانینو او شرعي اصولو پر تطبیق ټینګار درلود.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکایي یرغلګرو او د هغوی د متحدینو په برید سره، د اسلامي امارت ځواکونو د عامو خلکو په صفوفو کې د لا زیاتو تلفاتو څخه د مخنیوي په خاطر له ښارونو څخه شاتګ وکړ.

دا شاتګ خو د مبارزې پای او یا د لارې پای نه و؛ ځکه چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر او د هغه تر امر لاندې ټولو مجاهدینو له ښارونو څخه له شاتګ وروسته مقاومت ته دوام ورکړ او سره له دې چې دنیوي امکانات نه وو، د عصر د طاغوت په مقابل کې یې کلکه مبارزه وکړه.

امیرالمؤمنین ملا محمد عمر هېڅکله د غرب غوښتنو او فرمایشاتو ته ځان تسلیم نه کړ او آن د لویو کورنیو او نړیوالو ګواښونو په وړاندې یې مقاومت وکړ.

امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد یو عادي مشر نه و؛ هغه د رهبرۍ له برجسته وړتیاوو سره سره، تل په دې باور و چې مسؤلیتونه باید د اصولو پر بنسټ وویشل شي، نه د فردي شخصیت پر بنسټ، او د نړۍ د نورو مشرانو په څېر د رسنیو د پام جلبولو یا د ځان لپاره د یوه لوی شخصیت جوړولو په لټه کې نه و، بلکې د هغه معیار د اسلامي شریعت تطبیق و او بس.

بالاخره په ۱۳۹۲ کال کې، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد، د اسلامي امارت بنسټګر او د یرغل پر وړاندې د جهاد بیرغ‌دار، خپل رب ته ورغی؛ دا دردناک خبر خو د جهاد د مصلحت او د هغه وخت د خاصو شرایطو له امله، تر دوه کاله وروسته اعلان نه شو؛ هغه خاموشي چې د هغو مشرانو د تدبیر یوه برخه وه چې په خپلو ځانونو او عقلونو یې د اسلام له ارمانونو او د وطن له خپلواکۍ څخه دفاع وکړه.

نن چې اسلامي امارت یو ځل بیا زموږ په خاوره حاکم شوی، د هر مجاهد او مسلمان دنده ده چې د شهیدانو د وینې له امانت او د ملا محمد عمر په څېر د رښتینو مشرانو له زحمتونو څخه ساتنه وکړي.

په رښتیا چې اوس وخت را رسېدلی چې د کلک ایمان، عملي تقوا او خلکو ته له مننې پرته د خدمت په واسطه، د اسلامي امارت بنسټونه پیاوړي کړو؛ هغه نظام چې زموږ پر اوږو د یوې درنې او الهي امانت په څېر ایښودل شوی او د هغه د ټینګښت لپاره، د ملا محمد عمر مجاهد په څېر لویو سړیو، له کوم دنیوي توقع پرته، خپل ژوند قربان کړ.

نن موږ د هغه لار وارثان یو چې د زرګونو شهیدانو په وینو رنګینه شوې او مسؤلیت لرو چې د اسلامي ارزښتونو په ساتلو سره د توحید بیرغ په دې خاوره کې اوچت وساتو.

Exit mobile version