د افراطي فکر د جذب لارې چارې! دویمه برخه

بشیر لیوال

د نوي عصر خوارجو د ودې تهدابونه:

د داعش ډله د نوي عصر د خوارجو په توګه د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او رواني عواملو د یوځای کېدو محصول وه چې د یوه ویجاړونکي ماشین په څېر یې زیانمنونکي ځوانان په خپله خوا راکشول، دا افراطي ډله ناڅاپي پدیده نه وه، بلکې په بحران ځپلو ټولنو کې د کلونو تهداب جوړولو پایله وه.

په ټولنیز اړخ کې، قبیلوي او دودیزې ټولنې چې له مدرنیټې سره په جګړه کې وې، د دې افراطي او مسموم فکرونو د ودې لپاره په حاصل خیزې ځمکې بدلې شوې، هغه ځوانان چې په دې ټولنو کې یې نه دودیز هویت درلود او نه یې په عصري نړۍ کې ځای درلود، په اسانۍ سره د افراطي ښکاریانو ښکار کېدل، داعش له دې نسل څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره، خپل ځان د هویت موندلو لپاره د یوه امن ځای په توګه معرفي کاوه.

په سیاسي ډګر کې د مستبدو حکومتونو سیستماتیک بې عدالتۍ او ځپلو، د منځني ختیځ د ډېرو ځوانانو په زړونو کې د قهر اور بل کړی و، دغو نویو راټوکېدلو خوارجو، د دې سیاسي قهر په مذهبي کینه بدلولو سره، د ځوانانو اعتراضي انرژي یوه ویجاړونکې لارې ته هدایت کوله، دوی د «جهاد» او «ظلم ضد مبارزې» په څېر مفاهیمو په تحریفولو سره، سیاسي تاوتریخوالی مقدس کاوه.

د عراق اشغال او د سوریې جګړې په څېر بحرانونو، داعش ته دا فرصت ورکړ چې خپل ځان د مظلومانو مدافع وښیي، په داسې حال کې چې په عمل کې، خپله په سیمه کې د خلکو تر ټولو لویه ظالمه ډله وه، د اقتصادي پلوه، فقر او اوږدمهاله بې کاري د دې افراطي ډلې د جذب تر ټولو مهم اهرم و.

د عراق او سوریې په محرومو سیمو کې، چیرې چې ځوانانو حتی د یوه ساده کار امید هم له لاسه ورکړی و، داعش د مالي وعدو او رفاهي امکاناتو په ورکولو سره دوی په دام کې اچول، د داعش ډېر بهرني جنګیالي نه د اعتقاد له مخې، بلکې د لوړو معاشونو له امله له دې ډلې سره یوځای شوي وو. دې نوي خوارجو جګړې د اقتصاد جذبولو وسیله ګرځولې وه؛ هغه اقتصاد چې پکې د خلکو د مالونو غلا، د عاید اصلي سرچینه بلل کېده او یوه ورځ همدا اقتصاد او د داعش بې ثباته عایداتي سرچینې د ماتې او له منځه تللو زمینه برابره کړه.

خو دا ناڅرګنده ده چې تر ټولو ژور اړخ، رواني عوامل و، داعش ډله ښه پوهېده چې څنګه د ځوانانو له یوازیتوب، بې هویتۍ او بې معنا احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي، په اروپا کې، هغه مهاجر ځوانان چې نه غربیان شوي وو او نه یې کولی شول خپل مورني کلتور ته راستانه شي، د افراطي ښکاریانو لپاره اسانه ښکار وو، دې ډلې د یوه ساختګي هویت او کاذب تړاو احساس په وړاندې کولو سره، د دوی عاطفي خلاوې ډکې کړې.

د دې ځوانانو له جملې څخه ډېری یې پر ځای ددې چې ایډیالوژۍ پسې وي، د معنا او هیجان په لټه کې و، داعشي وحشیانو د «خلافت» په پناه کې د ژوند له زړه راښکونکو کلیپونو په ښودلو سره، دا رواني اړتیاوې په نښه کړې وې.

په پایله کې، له داعش افراطي ډلې څخه د تاریخ تجربه موږ ته راښيي چې له افراطیت سره مبارزه، په ټولو دې اړخونو کې ریښوي درملنې ته اړتیا لري، یوازې د ټولنیز عدالت، سیاسي ثبات، اقتصادي سوکالۍ او رواني روغتیا په رامنځته کولو سره کولی شو د دې ډول ډلو له بیا راڅرګندېدو څخه مخنیوی وکړو، د پرون او نن خوارجو تل له نابرابریو او ناامیدیو تغذیه اخیستې ده، له دوی سره د مقابلې لاره یوازې نظامي ځپل نه، بلکې د داسې ټولنې جوړول دي چې پکې هېڅ ځوان دا احساس ونه کړي چې د هویت او معنا موندلو لپاره باید افراطیت ته پناه یوسي.

Exit mobile version