دا چې خوارج په دین نه پوهېږي، نبي کریم علیه السلام د دوی په باره کې فرمایي: چې خوارج “سفهاء الاحلام” او “حدثالاسنان” یعنې بې عقله وي او عمرونه يې هم ډېر نه وي، نو طبيعي خبره ده چې یو څوک بې عقله هم وي او د عمر په اعتبار سره هم پوخ نه وي، نو هغه کې فقاهت نه وي.
له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې، چې نورې څومره باطلې ډلې تېرې شوې دي، د هغوی تفصیلي تاریخ معلوم دی، طبقات يې معلوم دي، لوی لوی علماء پکې تېر شوي دي؛ خو خوارج يوازینۍ باطله ډله ده چې جید او ممتازه علماء نه لري، دوی همیشه په ستونزو کې وخت تېروي او ډېره بقا هم نه مومي، شر یې ډېر تیز وي خو بقا او وجود يې ډېر کم وي.
لکه څرنګه چې نبي علیه السلام فرمایلي دي چې “کلما طلع قرن قطع” چې کله هم سر را پورته کړي نو پرې کېږي به، نو له همدې امله د دوی مرتب تاریخ، افکار او عقائد نه دي ذکر شوي؛ البته په مجموع کې ټول خوارج که اوسني دي او که زاړه دي، په دې یوه خبره کې متفق دي چې په غیر مکفِّره شيانو باندې د مسلمانانو تکفیر کوي.
کله به هغه غیر مکفره شی ګناه کبیره وي او کله به ګناه هم نه وي، بلکه امر مشروع به وي؛ لکه د صحابه کرامو په دور کې چې وجود ته راغلل او د علي رضي الله تعالی عنه، د هغه د ملګرو او د معاویه رضي الله تعالی عنه او د هغه د ملګرو تکفیر يې شروع کړ.
چې هغه کبیره ګناه نه؛ بلکې يو امر مشروع او مطلوب و چې مصالحت بین المسلمین و، خو داچې دوی په دین زیات نه پوهېږي، کم عمره، بې عقله او جذباتیان خلګ وي؛ نو د “ان الحکم الا لله” نعره یې پورته کړه او له خپل ځان نه پرته یې د هغه دور د ټولو مسلمانانو تکفیر یې شروع کړ او د هغوی خلاف یې مسلح فعالیت پېل کړ.
دوکتور مصطفی حلمي په خپل کتاب “الخوارج” کې د دوی په باره کې وايي: ومن العسیر الوقوف علی معتقدات الخوارج من واقع کتبهم فالغالب ان مکتبات المسلمن عاریة عن مؤلفاتهم.
“ډېره مشکله ده چې د دوی عقائد د دوی د خپلو کتابونو څخه معلوم کړل شي، ځکه د مسلمانانو کتب خانې د دوی د مؤلفاتو څخه خالي وي، ځکه دوی همېشه په سختو حالاتو کې ژوند کوي”
د لیکلو او تصانیفو فرصت ورسره هم نه وي، له همدې امله د هر دور خوارج په فکري او عقیدوي اعتبار سره د بل دور د خوارجو څخه څه ناڅه توپیر لري، البته په یوه خبره کې متفق وي؛ چې په غیر مکفِره شيانو باندې د مسلمانانو تکفیر کوي.
یعنې داسې خبره، عقیده او عمل چې هغه کافر کونکی يعنې مخرج عن الملة نه وي، دوی یې کافرونکی او مخرج عن الملة بولي، لکه حافظ ابن تیمه رحمه الله هم فرمایي: “وكذلك الخوارج لما كانوا أهل سيف وقتال ظهرت مخالفتهم للجماعة حين كانوا يقاتلون الناس وأما اليوم فلا يعرفهم أكثر الناس وظهرت الخوارج بمفارقة أهل الجماعة واستحلال دمائهم وأموالهم.”
ژباړه: دا مسلح او جنګيالي خلګ و، د مسلمانانو د جماعت سره د دوی مخالفت هغه وخت راښکاره شو چې د خلګو سره په جنګ شول او نن سبا اکثره خلګ دوی نه پېژني، خو بس داسې ښکاره شول چې د مسلمانانو د جماعت څخه ووتل او د مسلمانانو وینه او مال يې ځان ته مباح وګڼل.
مطلب دا چې د خوارجو پېژندل اصلاً د هغوی د کړنو او اعمالو څخه کېږي، یعنې چې کله د مسلمانانو تکفیر کوي او د هغوی وینه او مال مباح ګڼي، نو بس هم دغه خواج دي، ګنې هيڅ څوک به هم داسې پېدا نه شي چې ځان ته خارجي وايي؛ بلکې ځان ته به کلک سني وايي.
کله کله به يې لیکل هم د اهل السنة د عقیدې سره موافق وي، خو د هغه تطبیق بلکل په مختلف شکل سره وي، لکه العلامه الدکتور اویس المظهر لیکي:
“فالخوارج یتم الحکم علیهم من استقرار الاحوال و تتبع المواقف ولن تجد رجلاً منهم یصرح لک انه خارجی بل قد یکون کتبه التی یکتبها کلها موافقة لعقیدة أهل السنة و عند التنزیل یکون الأمر مختلفاً.”
ژباړه: ترڅو پورې چې د دوی د احوالو او موقفونو پوره څېړنه او تحقیق دې نه وي کړی، په دوی پوره حکم څوک نه شي لګولی، چې دا خارجي دی؛ ځکه هيڅ څوک هم ځان ته خارجي نه وایي؛ بلکې کله کله خو یې ليکنې هم د سني عقیدې مطابق وي، لیکن عملاً صورت حال او تطبیق یې له دین نه مختلف وي.
دکتور اویس المظهر بل ځای فرمايي: چې د معاصرو خوارجو سره زمونږه مشکل او اختلاف په هغه اصل او مرجع کې نه دی، د کوم څخه چې دوی استدلال کوي؛ بلکې که معاصر خوارج دي او که زاړه خوارج دي، دوی چې د کومو عموماتو څخه استدلال کوي، هغه صحیح دي لیکن تطبیق خطا کوي.
اصل اختلاف ورسره زمونږه په تطبیق کې دی؛ چې په چا تطبیق کوي، هغه یې مصداق نه وي، لکه ابن عمر رضي الله هم فرمایي: چې خوارج هغه آیاتونه چې د کفارو په باره کې راغلي، په مسلمانانو یې تطبیق کوي؛ نو د دوی سره اصل مشکل د دوی د غلط فهمۍ او تاویل په وجه دی، لکه دکتور اویس المظهر داسې فرمایي:
“ونؤکد أن المشکلة لیست فی التاصیل، فالعمومات التی یستدل بها الخوارج قدیما و حدیثاً هی عمومات صحیحة ولکنهم ینزلونها علی غیر واقعها، فالمشکلة فی التنزیل کما جاء عن السلف فی وصف الخوارج أنهم ینزلون الآیات التی نزلت فی الکفار علی المؤمنین و لذالک فمشکلتهم فی التأیل الفاسد.”
حافظ ابن حجر رحمه الله هم فرمايي: “وکان یقال لهم القراء لشدة اجتهادهم فی التلاوة والعبادة الا أنهم کانوا یتأولون القرآن علی غیر المراد منهم و یستبدون برأهم و یتنطعون فی الزهد والخشوع و غیر ذالک.”
ژباړه: د ډېر تلاوت او عبادت په وجه به دوی ته قرآ ویل کېدل، (بعضي روایاتو کې ورته نساک ويل شوي دي، نساک معنا ډېر عبادت ګزار) مګر ګمراه په دي و، چې د قران کریم مطلب او تفسیر به یې داسې کاوه چې هغسې به نه و.
لکه مصالحة بین المسلمین یې د ان الحکم الا لله آیت په تناظر کې د الله سره په صفت د حاکمیت کې شرک ګڼلو او په خپله رایه کلک ولاړ و، تر دې چې ځانونه يې ور باندې قرباني کول او د دغه رایې مخالفین یې مرتدین او واجب القتل ګڼل.
نني داعشي خوارج هم دغه شان دي، د کتاب الله او سنت رسول صلی الله علیه وسلم د نصوصو په مطلب او تفسیر کې خطا کېږي، په علمي لحاظ سره سطحي معلومات لري، متبحر او جید علماء ورسره نشته، د کتاب او سنت د نصوصو غلطه تشریح کوي او په خپله رایه باندې کلک وي، لکه حافظ ابن تیمیه رحمه الله فرمايي: “و لکن بدعة الخوارج کما یقولون کان قصداهلها متابعة النص والرسول لکن غلطوا فی فهم النصوص و کذبوا بما یخالف ظنهم من الحدیث ومعانی الایات.”
ژباړه: دخوارجو بدعت لکه څرنګه چې ویل کېږي، په دې شکل و، چې د دوی موخه د نص د کتاب الله او سنة د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او تابعداري وه؛ خو د قران او سنت د نصوصو په فهم کې غلط شوي و، یعنې دوی د نصوصو د کتاب الله او سنت رسول نه یو خطا فکر او عقیده اخيستې وه او د دغه بدعي عقیدې او فکر نه به چې کوم حدیث مخالف و، د هغه تکذیب به یې کاوه.
همداسې د قران کریم د کوم آیت فهم او مطلب به چې د دوی د ځان نه د جوړ کړل شوي فکر او عقیدې مخالف و، د هغه تفسیر به یې هم تکذیب کاوه؛ نن سبا هم دغه شان ظاهراً د کفر نه برأت کونکي دي، لېکن د قرآن او حدیث په فهم کې خطا شوي دي.
هر هغه عالم چې د دوی د رايې سره موافق نه وي، هغه ته عالم سوء وایي او باطل پرسته ورته ښکاري، هر هغه حدیث چې د دوی د باطلې عقیدې او مفکورې خلاف وي، د هغې تضعیف کوي او د قرآن کریم د هر هغه تفسیر تکذیب کوي، چې د دوی د فکر او عقیدې خلاف وي؛ لکه د ډېرو مسلمانانو، اسلامي جماعتونو او تحریکاتو تکفیر په مباح، معصیت یا حتی په مشروع او مطلوبو کارونو کوي.