د اسد ۲۴ مه؛ د نیابتي او ترهګریزو ډلو د فعالیت پای

علي أنصار

#image_title

افغانستان چې له څو لسیزو څخه د جګړې تود میدان، د امریکا د نويو وسلو د ازمایلو ځای او د کرایي جنګیالیو، نیابتي او ترهګریزو ډلو د پالنې هستوګنځای ګرځېدلی و؛ بلاخره درې کاله وړاندې په همدې ورځ له یادو بربریتونو خلاص او د اسلامي امارت د سپېڅلو مجاهدینو کوربه شو.

 

په همدې ورځ امریکا د کلونو کلونو د جوړو شويو طرحو، پلانونو، موخو او د خپلو روزل شویو ډلو ناکامي ليدله، مصارفو یې ګټه و نه کړه، قوتونه او هیلې یې ماتې شوې، حوصلې یې وبایلې او په رواني شکنجو اخته شول.

 

داعش چې په سیمه کې د امریکا او ملګرو په باور یوه لویه شبکه وه چې؛ د دوی په آند ممکن د ا.ا.ا ځواکونو ته ماتې ور کړي او افغانستان د یوه بل لوی استعمار خوا ته یوسي؛ خوشبختانه په همدې ورځ له امریکا مخکې په تېښته او جرړې یې ختمې شوې.

 

بلې خوا ته د جبهه مقاومت په نوم د شر او فساد ډله چې د کابل په شمالي، پنجشېر، سالنګ او نیمه برخه شمال یې خپل حکومت کاوه، دوی د جمهوریت هېڅ مشر نه مانه، یوازې یې له احمد شاه مسعود سره بیعت و؛ چې د هغه له مرګ وروسته یې له زوی احمد مسعود سره ودرېدل؛ دوی هم د پنجشېر پهٔ درو کې هلاک او یا اروپايي هیوادونو ته وتښتېدل.

 

حزب التحریر چې د ځوانانو پهٔ ذهنونو کې د یوه نوي اسلامي خلافت او حکومت انګېزې خپروي؛ د اسلامي امارت له راتګ سره یې تبلیغات او تحریفات ودرېدل، خو لا هم پهٔ پټه توګه خپلې انګېزې چلوي؛ خو ځوانان اوس پوه دي چې هيڅ خلافت ملافت نشته، بلکې دوی د اسلامي ارزښتونو او یوه پاک اسلامي نظام خلاف؛ جګړې ته هڅول کېږي.

 

دا هغه لویې ډلې دي چې د هيواد، سیمې او نړۍ د لویو ترهګریزو بریدونو، جنایاتونو او عامه وژنو او يا د فکري استعمار، د ځوانانو د غولولو او یا جګړې ته د هڅولو مسؤلیتونه په غاړه لري، خو لله الحمد! د اسد له ۲۴ مې سره د دوی کډې د دوی د بادارانو مخکې ټولې شوې.

هرماس الافغاني
Exit mobile version