داعش ډله؛ د ذلیل دُښمن په جاغور کې وروستۍ مرمۍ  

احمدعمر اسفندوی

#image_title

غرب او امریکا په افغانستان کې د شل کلن اشغال، وحشت او دهشت سره-سره تل په دې لټه کې وو چې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو پر خلاف له نویو وسیلو او لارو کار واخلي، تر څو له دغې وسایلو په استفادې سره اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي او د عراق او سوریې په څېر افغانستان کې هم خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.

 

د اشغال په پیل کې امریکایانو فکر کاوه چې افغانستان به په ډېره اسانۍ سره تر واک او استعمار لاندې راولي، خو د اسلامي امارت د مجاهدینو استقامت او قربانۍ د دې لامل شوې چې د غربي او صليبي استعمارګرو ټول پلانونه یې شنډ کړل. د شلو کالو په اوږدو کې يې د ډېرو پرمختللو وسايلو، وسلو او نظامي تجهيزاتو او له ټولو اقتصادي، ډيپلوماټيکو، استخباراتي او سياسي امکاناتو نه په استفادې لږ تر لږه د کابل په مرکز کې هم د آرام خوب ونه کړ.

 

کله چې اشغالګرو ولیدل چې د دوی دسیسې د اسلامي امارت د متحدو صفونو د ویشلو په اړه ناکامې دي او په استخباراتي چالونو سره دا کرښه نه شي ماتولی، د اربکيو او قومي ملېشو د جوړولو خطرناکه دسیسه یې تعقیب کړه، خو دا پلان یې هم بې ګټې وو او کومه نتیجه یې ورنه کړه.

 

البته د دُښمن د استخباراتي دستګاه تر ټولو خطرناکه او وروستۍ چاره په افغانستان کې د اسلام تر چتر لاندې د داعش خراسان په نامه ډلې جوړول وو.

 

غربي استعمارګرو فکر کاوه چې د دې ډلې وحشي ملېشې به د اسلامي امارت مجاهدينو په وړاندې برلاسي شي او بریاوې به ترلاسه کړي او لږ تر لږه به دا متحد او د استعمار ضد کرښه کمزورې کړي.

 

په دې کې شک نشته چې دا ډله د اسلام پر ضد ده، لکه څنګه چې هرڅوک پوهېږي، داعش د امریکا په اشارو د عراق اسلامي مقاومت کمزوری کړ.

 

په سوریه کې د جبهة النصرة اسلامي ډله چې د بریا په درشل کې وه، داعش یې د پياوړتيا او برياليتوب مخه ونيوله.

 

د حماس غورځنګ چې د صهیونیسټي رژیم د تېریو په وړاندې د بیت المقدس د سپیڅلې خاورې دفاع کوله، د دغې ډلې له خوا نه یوازې دا چې تکفیر شول، بلکې په وړاندې یې د جنګ اعلان هم وکړ او په دغه اسلامي هېواد کې د لسګونو ناخوالو او جنایتونو عامل شول.

 

د دغو ټولو برسیره، په افغانستان کې د داعش خوارجو ډله د امریکا د استخباراتي نظام په مستقیمه همکارۍ او د پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو له استخباراتي شبکو سره په ملګرتیا او پوره توان په سپېڅلو ځایونو او جوماتونو کې له چاودنو او ځانمرګو بریدونو نیولې بیا د ماشومانو او ښځو په ګډون د ملکي وګړو تر شهادت پورې له هېڅ شي هم مخ وانه ړاوه.

 

لکه څنګه چې د پخوانۍ ادارې د ولسي جرګې یو غړي ظاهر قدیر ویلي وو، چې د امریکا له خوا په افغانستان کې د داعش ډلې له رامنځته کېدو او ځای پر ځای کېدو وروسته دغه پروژه نوره هم پیاوړې شوه او د افغانانو پر وړاندې یې لا زیات تاوتریخوالی وکړ.

 

نوموړي اعتراف کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې کله چې اسلامي امارت مجاهدین د داعش د وحشي ډلې په وړاندې مقاومت کاوه، امریکايي الوتکو د طالبانو پر ځایونو بمبار کاوه او د داعش مهم غړي یې خوندي سیمو ته انتقال کړل.

 

خو د خدای جل جلاله په مرسته د اسلامي امارت د مجاهدینو زړورتیا، استقامت، قربانۍ، چټک، مسؤلانه او پر وخت ځواب په هېواد کې دننه د دغه شیطاني دُښمن ټول مرکزونه او شبکې سخته وځپلې چې د «داعش» تر نامه لاندې د استعمار ټولې طرحې ورسره خنثی شوې.

 

له همدې امله د داعش خوارجو ډله د دُښمن په جاغور کې د وروستي کارتوس په توګه، خپل تاثیر له لاسه ورکړی او په هېواد کې یې د ګواښ او خطر ټول مرکزونه له منځه تللي دي.

 

لکه څنګه چې د اشرف غني د ادارې د پارلمان غړي ظاهر قدیر هم منلې چې د اسلامي امارت بیا واک ته په رسېدو سره په افغانستان کې د امریکا او اشرف غني د ادارې پاتې میراث، یعنې د داعش خوارجو ډله په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

 

په هېواد کې دننه د داعش تکفیري شبکې په له منځه وړلو سره، خوارجو له افغانستان څخه خپلې اډې ایستلي او په ګاونډیو هېوادونو کې استخباراتي سازمانونو پناه ورکړې ده.

 

د وروستیو معتبرو راپورونو له مخې دغې ډلې د بلوچستان ایالت کوټې ښار تر څېرمه د خپلو پټنځایونو نوي انځورونه خپاره کړي دي.

 

دا په حقیقت کې د المرصاد هغه راپورونه تائیدوي چې بلوچستان ته د داعش د مرکزونو د انتقال او په دې سیمه کې د هغوی د روزنیزو کمپونو د جوړولو په اړه یې ورکړي وو او دا هم ثابتوي چې دغه خارجي ډله نور په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري، خطرونه او ګواښونه یې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

 

بالاخره حقیقت دادی چې داعش له افغانستان څخه ایستل شوی او پاکستان دی چې دا ځل د دغې تکفیري ډلې په مېزباني او په ښکاره تجهیز کولو سره په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کښې د بې ثباتۍ سبب کېږي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version