داعش هڅه کوي، چې د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي فرهاد فروتن

#image_title

دا یقیني خبره ده، چې بریا، پرمختګ او ترقي یوازې د فرد شخصي او فردي اړتیا نه ده؛ بلکې ټولنه او هېواد هم ور ته اړتیا لري، د پرمختګ د لاسته راوړلو طريقې ښايې، په نظرياتو کې توپير ولري؛ خو اسلامي ټولنې همېشه ديني مستنداتو ته په لاس اچولو، د پرمختګ ډګر ته ننوځي.

زموږ ګران هېواد افغانستان، چې له ډېرې مودې راهیسې د بهرنیو بریدونو او داخلي خیانتونو له امله سخت ځپل شوی او د پرمختګ له لارې لرې پاتې شوی و؛ د امریکايي یرغل له ناکامۍ وروسته یې، په قوي اراده د پرمختګ میدان ته د ننوتو هوډ وکړ، خو یو ناڅاپه يوه فتنه را پورته شوه؛ چې د اختلال او اغتشاش د حاکمیت هڅه کوي.

داعش یوه داسې فتنه وه، چې نه یوازې د افغانستان د پرمختګ په مخنیوي کې یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې؛ بلکې هر اسلامي هیواد یې، چې د بریا او پرمختګ په لور روان و؛ له ګڼ شمېر ننګونو سره مخ کړ، د عراق او سوریې کیسه له افغانستان سره ډېره ورته ده.

موږ په مختلفو سايټونو کې د دغې بدمرغې او ورانکارې ډلې د رامنځته کېدو؛ اصلي لاملونه او عوامل څېړلي او ليدلي دي، اوس غواړم درې اساسي ټکو ته اشاره وکړم، چې داعش هڅه کوي، د افغانستان د پرمختګ مخه پرې ډب کړي.

١:- د اسلامي نظام د ټينګښت او پايښت مخنيوی؛
لومړۍ باید وویل شي، چې له نظام څخه ګټه اخیستنه یوه حیاتي مسئله ده؛ په هغه ټولنه کې چې نظام او حکومت نه وي، هېڅکله پرمختګ نه شي کېدای، الحمدلله زموږ په ګران افغانستان کې د ولسونو له خورا زياتو قربانيو او بې سارو اتلوليو وروسته، اسلامي نظام د حکومتدارۍ واګې په لاس کې واخیستې او لا هم د واک پر څوکۍ ناست دى.

د ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته، چې د هېواد د پرمختګ لپاره پرلپسې هڅې پیل شوې؛ د داعش ډله ددې پرمختګ او بریا د مخنیوي لپاره، د سیمې او بهرني د استخباراتو له خوا تر پخوا زياته حمايت شوه.

٢:- د ملي امنيت د خرابولو هڅه؛
امنیت یو الهي نعمت او د ټولنې د پرمختګ یو مهم عامل دی، هغه ټولنه چې د معنوي او مادي امنیت څخه برخمنه وي؛ په مختلفو برخو کې به د پام وړ پرمختګونه ولري، لکه: آبادي، بیارغونه، ساینسي، نظامي، فرهنګي، سیاسي او داسې نورې برخې.

وروسته له دې؛ چې زموږ هېواد افغانستان د امریکايي اشغال له ماتې وروسته، د امنیت نعمت ترلاسه کړ؛ د داعش ډله هڅه کوي، چې د دغه هېواد ملي او عمومي امنیت په خرابولو سره، په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ مخه ډب کړي.

۳:- د علمي او تحصیلي مرکزونو ویجاړول؛
څرنګه چې د هرې ټولنې پرمختګ او وده په علم و پوهې پورې اړه لري؛ نو داعش ډلې هڅه کړې، چې د جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو په نښه کولو سره افغانستان د پرمختګ او ترقۍ له کاروان څخه راوګرځوي.

ښکاره ده، چې انسان د علم او ​​پوهې په وسیله فضا ته لاړ او هر ډول اسانتیاوې یې رامنځته کړې، خو د علم او پوهې د ترلاسه کولو لپاره ملي امنیت ته اړتیا ده او ملي امنیت د نظام له خوا اداره کیږي.

داعش اوس پورتني درې موارد په هدف کې لري، تر څو پر واکمن نظام د حملو په مټ، د هیواد ملي امنیت خراب کړي او د تعلیم او تربیې لاره پرې وتړي، خو دا چې دغې ډلې غیر اسلامي ایډیالوژي منلې او د بهرنیانو استخباراتي وسیله ده؛ الحمدلله زموږ په هیواد کې له بشپړې ماتې سره مخ ده.

عاصم جلال
Exit mobile version