داعش له موصله تر ننګرهاره(۲۸برخه)

اري سعید خوستی

دریمه شبهه
دواعش خپلو پلویانو ته القاء کوي، چې دوی ځکه په حق دي چې د دنیا ټول کفار په یوه سنګر کې د دوی په خلاف سره راټول شوي دي، په دنیا کې هیڅ داسې دولت نشته چې له دوی دې ملاتړ وکړي، ټول غلامان او باداران دوی په وړاندې په جنګ سره یوه خوله دي. د خلافت په وړاندې د دنیا د ټولو کافرانو ائتلاف د دې دلیل دی چې په حق دی.
ځواب: د دې سوال ساده جواب دا ده چې د حضرت علي رض په دور کې د هغه خوارجو چې په آړه یې صحیح نصوص موجود ؤ هم ډیر زیات دشمنان ؤ ټول کافران هم د دوی دشمنان ؤ او ټول مسلمان هم د دوی دشمنان ؤ خو نه دوی او د دوی مخالفینو دا دوی د حقیت دلیل وباله بلکې که تاریخ وکتل شي خوارج د خپلې پلیتې عقیدې له امله نه په مسلمانانو کې خواخوږی لري نه په کافرانو کې.

څلورمه شبهه
داعش په عراق کې امریکا ماته کړه، امریکایان یې له عراقه وشړل او د دوی د قربانیو برکت ؤ چې په وړاندې یې د عراق ګوډاګی پوځ ونه شو دریداي، په سوریه کې یې د بشار د رژیم ملا ورماته کړه او د رِقه ښار لومړی ښار ؤ چې داعش فتحه کړ، په فرانسه کې یې بریدونه ترسره کړل، په امریکا کې یې بریدونه ترسره کړل، اسلامي امارت په څوارلس کاله مبارزه کې یو ولایت په بشپړ ډول ونشو نیولاي برعکس داعش په ۶ کاله مبارزه کې نه یواځې دا چې امریکایان یې وشړل بلکې د دوی روزل شوی عراقي پوځ یې هم دړې وړې کړ، نو څنګه فکر کیدلی شي چې د داسې غښتلي عقیدې او غښتلي عزم او پراخو فتوحاتو واله خلک دې خوارج اوبلل شي؟
ځواب: لومړی خو د جنګ په ډګر کې انتصارات او کامیابۍ دلیل نه شي جوړیدلی. د زمکې په مخ ډیرو قومونو په جنګونو کې فتحې او برلاسي ګټلي دي. دویم دا چې هغوی چې د عراق حالت له نږدې څاري، ورته واضحه ده چې هلته رښتیا داعش دا دومره مناطق په زور ونیوې که د امریکایي پلان لاندې دا سیمې دوی ته تخلیه کړل شوې؟ موږ دا نه وایو چې داعش کټ مټ امریکایي پروژه ده، بلکې امریکایان چې د نړی شیطان صفته انسانان دي، کله یې چې د داعش فکري انحراف او د القاعدې سره د دوی ټکر درک کړ، ویې غوښتل چې د داعش د همدې فکري انحراف څخه دوی ګټه پورته کړي او د القاعدې څخه خپل غچ د دوی په واسطه واخلي.
په ۲۰۰۶م کال چې کله زرقاوي شهید کړل شو سي آی اې یو پلاوی وګوماره ترڅو له زرقاوي وروسته د عراق د حالاتو راپور وړاندې کړي. سي آی اې داسې شواهد او اسناد اومندل چې ښیي، له زرقاوي ورسته ټاکل شوی مشر د بن لادن اوامر نه مني، او له زرقاوي وروسته د امیر انتخاب هم د بن لادن له خوښې پرته شوی. امریکایانو موقع غنیمت وګڼله او په عراق کې د القاعدې څخه د خپلې ماتې د غچ اخیستو په هدف یې د داعش لپاره په زمینه سازی کار پيل کړ. په لومړي قدم کې امریکایان په بشپړ ډول له عراقه اوتل وروسته په عراق کې د هغو قیادتونه په نښه کول شروع شول چې په القاعدې پورې یې تړاؤ درلود او د بن لادن د افغانستان د محاذونو ملګري ؤ. ترڅنګ یې امریکایانو د هغو بعثي جنرالانو په خوشي کولو هم پیل وکړو چې باور کیده له خلاصیده وروسته به له داعش سره یوځای کیږي.
امریکایانو نوري المالکي ته چې د دوی مخلص غلام ؤ امر وکړ چې په عراق کې داعش ته مناطق تخلیه کړي. نوري المالکي په موصل کې د ۳۰ زره کسیزې پلې لوا قومندان ته امر ورکړ تر څو موصل تخلیه کړي. هماغه ؤ چې له موصل څخه عراقي ځواکونه بغیر له مقاومته وؤتل په داسې حال کې چې د موصل په نیونه کې یو عراقي عسکر هم د داعش په لاس نه دی اسیر شوی.
کله چې د عراق پرلمان د موصل د ۳۰ زره کسیزې لوا قومندان احضار کړ، هغه په زغرده اویل چې د لومړي وزیر دفتر ورته په مستقیمه قوماندو امر کړی ؤ، چې د داعش سره مقاومت ونکړي او د عراق دویم لوی ښار موصل پریږدي، چې له داسې ډیرو اسرارو څخه رابرټ ګیټس پخپل کتاب کې پرده پورته کړې ده.
که موصل د یوه پلان له مخې داعش ته په لوی لاس نه وي سپارل شوی، ولې داعش په عراق کې پرمختګ نه شي کولی؟ او ولې یې د رمادي ښار له لاسه اوته؟ ولې یې په عراق کې ورځ تر بلې سیمې له لاسه وځي؟ طالبانو له امریکایانو سره څوارلس کاله په جنګ تیر کړل، طالبان او داعش د امریکایي هوایي ځواک په مقابل کې هیڅ دفاعي سیستم نه لري، همدا دلیل ؤ چې کندز یې له فتحې وروسته ونه ساتل شو. نو دوی څنګه په زرګونه کیلو متره ځمکه ساتي؟ آیا په معمایي ډول اومنو چې بس دا خو د الله نصرت دی؟ که د الله نصرت داسې بې اعداده او بې اسبابو مطلق په عبادت او د ایمان په قوت راتلی نو له رسول الله ص خو لوی عابد او د قوي ایمان او عزم څښتن هیڅوک نه ؤ ولې ورته الله تعالی د وأعدوا لهم امر کوي؟ که دوی وایي چې موږ اعداد کړی نو کوم دی هوایي اعداد؟ که دوی وایي چې په موږ د ائتلاف طیارې بمبارد کوي خو موږ یې صرف په چوف راغورځوو نو وښایئ ستاسو ساحره میډیا خو له ژوندیو انسانانو څخه شهیدان جوړوي او د مسلمانانو د تغریر لپاره یې په ټولنیزو پاڼو نشروي.
د ائتلاف طیارو د ۲۰۱۵م کال ترپایه په عراق او شام کې ۱۲۴۹۹ بریدونه کړي چې یواځې ۷۲۴ یې په عراق نور ټول په شام کې دي. چې د دې ټولو له جملې یواځې ۴۹۳ یې په عراق کې ۶۷۸ یې په سوریه کې د داعش په هدفونو ترسره شوي نور ټول یا په ملکي وګړو شوي یا پکې د جبهة النصرة مرکزونه هدف ګرځیدلي دي.
په عراق او سوریه کې د ائتلاف په سلو کې یواځې ۸ فیصده بریدونو د داعش په ضد دي نور ټول د القاعدې مجاهدین په نښه کیږي. هغه بریدونه چې په داعش ترسره کیږي هم په دې هدف چې صلیبي ائتلاف د داعش دومره پرمختګ هم نه غواړي چې په نوره نړۍ کې د دوی ګټې وګواښي ولې دومره کمزوري کول یې هم نه غواړي چې القاعده یا د نړۍ په لر او بر کې نړر مجاهدین مصروف ونه شي ساتلی.
نوربیا……… ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version