داعش د زوال د ګړنګ پر ژۍ! علي أنصار

#image_title

داعش؛ د خپل ظهور په پیل کې د امریکا له درنې او ښې همکارۍ سره صحنې ته را ښکته شو، له مالي او تکمیلاتي اړخه ښه پوره شوه، د خپلو دعوتونو او په رسنیو کې د پراخ تبلیغ په وسیله یې؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تنکي ځوانان را ټول کړل.

داعش تر ډېره وخته پورې همداسې ښه روان و، په سیمه او نړۍ کې یې ښه نوم پیدا کړ، داعش چې د خلافت دعوه یې کوله؛ زیات شمېر مسلمانان د دوی په ظاهري چلند او خبرو تېر وتل، په ځانګړې توګه؛ ځوان نسلونه.

خو داعش د خپلې داعیې په څېر پاتې نه شول، ډېر ژر یې عربۍ نړۍ؛ په ځانګړې توګه عراق او سوریه کې بې حده ظلمونه وکړل، له هيڅ بربریت یې لاس نه اړاوه، په مسلمانانو یې خپلې سیمې اور کړلې، داعش د اسلامیت په نوم د یهودیت کاپي وه.

خو هلته ډېر ژر د مېړنیو رجالو له خوا، الحمد الله له درنو ماتو سره مخ شول، دلته افغانستان کې امریکا د ماتې سره لاس و ګرېوان کېده، نو د داعش په نوم کرايي ټوپک خوله یې دې خوا ته ونیول، خو دا چې داعش په عربۍ نړۍ کې خلګو پېژندلې و؛ اوږدې ریښې یې ونه کړې، په لنډ وخت کې له امریکا او جمهوریت سره ړنګ شول.

امریکا وروسته، د خراسان څانګې د ښه فعالیت په موخه، د داعش د تمویل لپاره سیمه ییز هیوادونه پیدا کړل، د افرادو تمویل یې تاجکستان ته وسپاره او د استخباراتي روزنې لپاره یې پاکستان انتخاب کړ، د دواړه هغه هیوادونه دي چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، خو تل یې نا سم ګاونډیتوب کړی او د افغانستان د ورانولو په هڅه کې دي.

خو؛ د پاکستان ناسم سیاسي او اقتصادي وضعیت، د امریکا د نویو ټاکنو سره سیاسي کړکیچونو او په تاجکستان يو شمېر بندیزونو او فشارونو د داعش تمویل او حرکت ته درنه ضربه ور کړل.

وس داعش په اوسني حالت کې، د افغانستان له څو بې ضمیرو، وطن فروشو، رټل شویو او د نورو له غلامانو سره لاس یو کړی دی، کله د هغوی په واسطه خپله ترهګري کوي، کله د هغوی د اعلامیو په واسطه خلګ په تشویش کې اچوي.

خو دا به هم ډېر ژر له منځه لاړ شي، داعش به نور د نړۍ له نقشې او د اسلام له سپيڅلې لمن څخه ټولېږي، ان شاء الله

عاصم جلال
Exit mobile version