داعش او بغاوت؛ د یوې سکې دوه اړخونه!

#image_title

د آدم علیه السلام د پیدایښت له پیل څخه تر ننه پورې د حق او باطل تر منځ جګړه روانه ده او د الله تعالی د وینا مطابق به تر قیامته روانه وي.

همدا اوس د دې خاورینې ځمکې په یوه نقطه اقصی کې د جګړې د ډګرونو شاهدان یو.

په داسې حال کې چې افغانستان هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه دی، بلکې د یوه توپاني سمندر په څېر د حق او باطل د دعوه کوونکو تر منځ د سختو جګړو او مبارزو شاهد دی.

د تاریخ په اوږدو کې ډېرې لښکرې په بېلابېلو لقبونو او له بېلابېلو بیرغونو سره، خو په یوه هدف سره چې د دې ملت د ایمان او عقیدې له منځه وړل وو، په دې هېواد کې پښه ایښې ده.

هغه جګړې چې د افغانستان د خلکو له بې ساري مقاومت سره مخامخ شوې او د ټولو پایله له ماتې او تېښتې پرته بل څه نه وه.

په اخره کې جنایتکاره امریکا او متحدین یې په ګونډو شول او په دې خاوره کې یې بدنامه شتون پای ته ورسېد.

هو! نیواکګر او اجیر عسکر یې ووتل، خو د پردې تر شا یې په پټ ملاتړ سره د خپلو شومو اهدافو د پلي کولو او د اسلامي امارت د ځواکمن حکومت د کمزوري کولو لپاره دوه نیابتي ډلې پرېښودې.

دوه بدنامې ډلې چې توره مخینه لري، د داعش خراسان “خوارج” او “بغاوت” چې د مقاومت جبهې په نوم یادیږي.

هغه جبهې چې په بېلابېلو جامو او شعارونو سره د خلکو د امنیت او سولې د ګډوډولو هڅه کوي.

که څه هم دا دواړه ډلې ظاهراً بېل نظرونه لري، خو په حقیقت کې د یوې سکې دوه اړخونه دي او له یو بل سره یې ډېره همکاري کړې ده.

دا حقیقت اوس هر هوښیار سړي ته څرګند دی.

د دې همکاریو سربیره، دوی مشترک اړخونه هم لري.

لکه:
• دواړې جبهې د سیمې د استخباراتو د لاس آلې دي او دستور له هغه ځایه ورکول کېږي.

• د اشغال پر مهال د دواړو جبهو په خولو د سکوت مهر وهل شوی و او په دې ذلت راضي ښکارېدل، خو کله چې اسلامي امارت واک تر لاسه کړ او افغانستان یې فتح کړ، د دوی غږونه پورته شول.

• دواړه جبهې له چل او فریب څخه کار اخلي او په خپلو دروغجنو تبلیغاتو سره بې باکه ځوانان قربانۍ ته استوي.

• دواړه له تاجکستان سره ژور تړاو لري. یو له هغه هېواد څخه امر اخلي او بل یې له خلکو سرتیري استخداموي.

• دواړه په خپله خوښه یا ناخوښه د کفري دنیا د ګټو لپاره کار کوي.

• د دوی د ادعاوو او عملونو تر منځ لوی توپیر شتون لري، دوی دواړه د نظام پر وړاندې د پراخو او پرله پسې بریدونو ادعا کوي، مګر په حقیقت کې د دوی ګامونه له مجازي فضا څخه بهر نه دي تللي.

• خو د دوی اساسي مشترک ټکی دا دی، چې د دواړو ډلو د غړيو پایله د اسلامي امارت د سرسپارلو مجاهدینو په لاس په دنیا کې له تباهۍ او په آخرت کې له عذاب پرته بل څه نه دي.

هو! دا د هر هغه باغي او سرکشه برخلیک دی، چې د اسلامي نظام پر ضد وسله پورته کوي او د بهرنیانو د ګټو د خوندي کولو په لټه کې دي، هغه ادعا چې د افغانستان زړورو امنیتي سرتېرو په خپلو کړنو ثابته کړې ده.

هرماس الافغاني
Exit mobile version