داعشي خوارج؛ د باطلو ډلو سرلاري!

ماهر بلال

#image_title

مونږ و تاسو ټولو ته ښه معلومه ده، چې د حق پر معیار برابر نظامونه او تنظیمونه؛ تر ډېره پایداره او منسجم وي، خو د باطل په تله کې پرتې ډلې ټپلې؛ هیڅکله دا معیار نه شي پوره کولای او ډېر ژر له زوال سره مخ کیږي.

 

همداسې داعشي خوارج هم له پیله څخه تر پایه؛ نه خو د حق په معیار برابر و/دي او نه هم سره منسجم و/دي، ځکه دا هغه خلګ دي، چې د نورو مؤمنانو د وژلو تر څنګ یې؛ د قدرت او قوت لپاره د خپلو نژدې خوارجو په لور هم د خپلو اسلحو خولې تاوکړې، ډیری یې ووژل، تکفیر یې کړل او ځینې یې له خپل صفه وشړل.

 

له داعشي خوارجو د ځینو حق پرسته خلګو جلا والی هم یو بېل بحث دی، چې دې موضوع ته پراخي ورکوي؛ د خوارجو له ډلې جلا شویو علماؤ، ځوانانو او نورو مخورو خلګو د خپل ځان په ازادولو سره، د خوارجو عجیبه حقیقتونه راسپړلي دي، چې په بیانولو سره یې انسان له شرمه تر غضبه رسیږي.

 

په هغو حقیقتونو کې، له زنا، غلا، اختطاف، لواطت، باج ګیرۍ سره – سره هغه ټولې بدبختۍ شته، چې دغه خلګ یې دې ته اړ کړي، چې له دې بدبختې خوارجي ډلې ځان جلا او حاشیې ته کړي.

 

په ټوله کې، که خوارج په حقه وای؛ نو د دوی مشرانو به یې د یوې واحدې او روښانه تګلارې پر بنسټ عمل کړی وای او د دوی د کړنو او نظریاتو په اړه، اختلافات به یې لږ تر لږه یوې کچې ته رسولي وای؛ خو داعشي خوارج د باطلو ډلو سرلاري دي، نو ځکه خو هر وخت په هرج و مرج کې وي او دا دی اوس د خپلې بقاء په لټون کې دي.

 

لنډه دا چې، بهرنۍ پروژې هر وخت نیمګړي وي، یوازې د یوې ټاکلي موخې لپاره جوړې شوې وي، چې موخه یې حاصله شي؛ پروژه یي برنامې له هدف اخیستونکو پاتې شي او بیا د زیر زبر ښکار وګرځي لکه داعشي خوارج.

 

چې د امریکا او یهودو ګټې ور څخه حاصلې شوې؛ اوس یې دا پروژه نیمګړې پاتې سوه، چې نه مړه کیږي او نه د ساه اخيستلو جوګه پاتې دي، اوس یې خپلو غلامانو (پاکستان، تاجکستان وغیره) ته پرې ايښي دي، تر څو وه یې پالي او د دوی له مستقیم کومکه بې برخې شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version