داعشي خوارج؛ د اسلام مدعیان که د آی‌اِس‌آی اجیران؟!

ابو اسامه الخراساني

#image_title

داعشي خوارجو د خپل خیالي خلافت له اعلان وروسته، ډېرې ډلې او احزاب په پوچو او بې بنسټه دلایلو د کافرانو سره د همکارۍ په تور تکفیر کړل، د هغوی د مرتد کېدو حکم یې ور کړ او د هغوی د وینې تویول یې روا وګڼل.

حقیقي کافران یې پرېښودل او د خپلو ذهني او دروغجنو دلایلو، د خپلو ناپوه مفتیانو د باطلو فتواګانو په وسیله یې مجاهدینو ته مخه کړه او خپله توره یې د مجاهدینو په غاړه کېښوده.

په پایله کې، د دوی باطل خلافت سقوط وکړ، مشران او رهبران یې یو په بل پسې له منځه لاړل، خو عقاید او فکرونه یې ورځ تر بلې د ګمراهۍ په لور نور هم منحرف شول، چې په پای کې د دوی په ناسم مسیر د بطلان ټاپه ولګېده.

په تېرو څو کلونو کې، د سیمې او نړۍ استخباراتي ادارې له خوارجو څخه د اجیرو جلادانو په څېر کار اخلي او د خپلو سیالانو او مخالفینو د له منځه وړلو لپاره یې استخداموي.

مشهوره سیاستوالان، اسلامي عالمان، نومیالي مبلغین، او سیاسي مخالفین هغه دي چې په دې وروستیو کلونو کې د داعشي ملیشو له خوا وژل شوي دي.

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د خوارجو مرکزونه له منځه ولاړل او د موجودو شواهدو او مستنداتو پر بنسټ، د دې ډلې فعال مرکز اوس په پاکستان کې شتون لري.

د پاکستان حکومت هم له دې فتنه ګرو څخه په پوره ډول ګټه اخلي او په تمویل او تجهیز سره یې د خپلو شومو موخو د پلي کولو لپاره کاروي.

په دې وروستیو کې المرصاد د باوري امنیتي سرچینو څخه یو لیست ترلاسه او خپور کړی وو، چې د روان کال د جولای په لسمه نېټه د داعش له یوې مهمې شبکې څخه ترلاسه شوی وو؛ په دې لیست کې د هغو کسانو نومونه لیدل کېږي، چې داعش خوارجو یې په پاکستان کې د وژلو هڅه کوله.

د المرصاد د خبر پاڼې له مخې، دا لیست له هغې شبکې څخه ترلاسه شوی چې په دې وروستیو کې د داعش په یو مهم پټنځای کې د وسلو او مهماتو سره نیول شوې وه او دې کس له پاکستاني استخباراتو سره اړیکې درلودې.

په دې لیست کې دا کسان شامل دي، لکه:

له جمعیت علمای اسلام څخه:
۱. مفتی کفایت الله، د جمعیت علمای اسلام مشر په ملاکند خیبر پښتونخوا کې؛
۲. حافظ حمدالله، د جمعیت علمای اسلام یوه وتلې څېره په بلوچستان کې؛
۳. مفتی صادق، د جمعیت علمای اسلام غړی او د وزیرستان د مشهورې مدرسې، نظامیه رئیس؛

له پي‌ټي‌اېم څخه:
۱. منظور پشتین، د پښتون تحفظ تحریک مشر، چې د پوځ پر ضد د څرګندونو له امله یې څه وخت په زندان کې تېر کړی دی؛
۲. نور باچا، د پښتون تحفظ تحریک مسئول په بلوچستان کې؛
۳. نورالله ترین، د پي‌ټي‌اېم مسئول په صوبه سند کې، چې څو میاشتې په زندان کې وو؛

په بلوچستان کې:
۱. محمود خان اچکزی، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر؛
۲. ماهرنګ بلوچ، چې د پاکستان د رژیم پر ضد د بلوچ اعتراضونو یوه وتلې څېره ده؛
۳. ډاکټر سمیع الدین؛

او نور ګڼ مهم او کلیدي کسان.

دا لومړی ځل نه دی، چې د دې معاش اخیستونکو اجیرانو نقاب لرې کېږي او د نړۍ په وړاندې رسوا کېږي، بلکې څو ځله یې خیانت ثابت شوی او همدا یې لامل دی چې هېڅ عقل لرونکی کس د دوی په لوري قدم نه اخلي.
لله الحمد!

عاصم جلال
Exit mobile version