داعش؛ په افغانستان کې د قومي اختلافاتو د رامنځته کولو یوه پروژه احمدالله مهاجر

#image_title

په اوسني عصر کې چې له کړاوونو او بدلونونو ډک وخت ګڼل کېږي؛ هر هیواد او قدرت غواړي چې په داسې جغرافیه تسلط ولري چې له هغه ځایه د خپلو مخالفینو د ویرولو کار واخلي، اټکل شوی ګواښ لرې کړي او د خپل واک او قدرت د پراختیا لپاره چمتووالی ونیسي.

افغانستان هم چې یوه ځانګړې سیاسي او ستراتیژیکه جغرافیه لري، کلونه کلونه د زورواکو تر اشغال لاندې دى او هیڅ داسې ځواک به پاتې نه وي چې ځان يې دغه امتحان ته نه وي دننه کړى، خو الحمدلله هر ځل د الله تعالى په مرسته او د افغان ميړني ولس په قربانيو ناکام شوي او له منځه تللي دي.

خو دښمنان هر وخت د دې خاورې د امنیت د خرابولو هڅه کوي او هر یو یې د لاس وهنې زيار باسي، حتی د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره له وژلو او لوټلو څخه هم ډډه نه کوي او تل هڅه کوي چې په دې خاوره کې د کورنيو اختلافاتو؛ قومي، سمتي، ژبني، مذهبي او ديني تعصباتو بحث مطرح کړي او خپل ولس د یو بل پر ضد له سلو چلونو او دوکو څخه کار واخلي.

د ا.ا.ا امریکا او د هغې متحدانو ته له ماتې ورکولو وروسته چې کله د واک پر مسند مسلط شو، د اسلامي نظام او الهي احکامو د پلي کیدو اعلان یې وکړ او د ټولو هغو کسانو لپاره چې د دښمن په لیکو او د مجاهدینو په مقابل کې ولاړ وو او څو ورځې وړاندې يې د مجاهدينو او ولس په وړاندې له هیڅ ډول ظلم څخه ډډه نه کول، د بخښنې کرښه راکش کړه او اوس کولی شي په خپل هیواد کې له هر رنګ ستونزې پرته ژوند وکړي یا په اداره کې په خدمت بوخت شي.

خو د اسلام دښمنان هيڅکله د خپلو رزالتونو څخه لاس نه اخلي او تل هڅه کوي چې د دغه هيواد امنيت ګډوډ کړي چې اوس يې د داعش په نوم يوه پروژه په لار اچولې ده او له دغه آدرس څخه زموږ د هيوادوالو خاص‌کر هزاره قوم په وړاندې بريدونه کوي.

په دې لړ کې د همدې پروژې د پلویانو له خوا په رسنیو کې داسې کسان ټاکل شوي چې له بریدونو وروسته د اسلامي امارت پر ضد لاریون وکړي او په برید کې یې تورن کړي او په مختلفو لارو مذهبي او ژبني اختلافاتو ته لمن ووهي. په دې توګه به په افغانستان کې یو ځل بیا د کورنۍ جګړې اور د شیعه او سني، فارسي او پښتون او نورو قومونو ترمنځ بل کړي.

هغه برید چې څو ورځې وړاندې د دایکندي او غور په میلن سیمه کې ترسره شو د هغو مغرضو او پخوانیو غلامانو لخوا طراحي شوي وو چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې خپل ټول قوت او قدرت له لاسه ورکړ، منحوسې څهرې یې نړۍ ته ښکاره شوې او له خپلو بادارانو سره یو ځای تاجکستان، پاکستان او امریکا وتښتېدل. هڅه یې وکړه چې اوسنی حکومت کمزوری کړي او خپلو بادارانو ته وښيي چې اسلامي امارت دغسې او هغسې دی.

په پایله کې به ووايو چې د افغانستان اسلامي امارت هېڅکله داسې رزالتونو ته لاس پورې کړى نه دى او تل د هغو کسانو پر وړاندې دريدلى او له مېنځه يې وړي چې زموږ د هېوادوالو پر ضد وي پرته له دې چې مذهب، سمت او ژبې ته وګوري. په تېر شل کلن جهادي دور او له هغه وروسته یې ثابته کړه چې په ټول قوت يې خپل د ملت امنیت نیولی او دښمن چې هر څوک وي چې دا ډول کړنې ترسره کوي د خپلو اعمالو سزا به ورکړل شي.

عاصم جلال
Exit mobile version