د داعش ډله او سازمان؛ په اصل کې د يوې ناپاکې پردې په څېر، د اسلام پر ښکلا باندې اغوستل شوې وه، خو خوشبختانه د اسلامي نړۍ ويښ مسلمانان ډېر ژر دې حقيقت ته متوجه شول او دا ناپاکه پرده یې د اسلام له ښکلي نوم څخه پورته کړه.
داعش د دې هڅه کوله، چې خپل ناوړه حرکت ته د اسلام سپېڅلی نوم ور زيات کړي، له دې لارې ځان په ټولنه کې مطرح او خلګ په خپل چاپېريال کې راټول کړي؛ خو، لله الحمد چې د دوی دا مکر ناکام شو، د دوی هغه ټولې شومې موخې، چې له چټلتيا او فريب څخه ډکې وې؛ ټولو ته څرګندې شوې.
لوېديځوالو هڅه کوله، چې د داعش په وسيله د خلګو او اسلام تر منځ يو کلک ديوال جوړ کړي او پرې نه ږدي چې په لوېديځ کې د اسلام د منلو بهير نور هم وده وکړي او خلګ د اسلام خوا ته را جذب او پرې مين شي.
هغوی دا پلان درلود؛ چې اسلامي فکر تاوتريخجن وښيي او نړۍ ته د همدې فکر انعکاس ور کړي، د دې لپاره له داعش پرته بل هېڅ ښه انتخاب نه و.
په حقيقت کې، د اسلام دښمنان غواړي چې د داعش په وسيله، د خلکو او اسلام ترمنځ يو کلک ديوال جوړ کړي او خلکو ته د قال او حال په ژبه ووايي:
هغه اسلام چې داعيان او علماء يې تبليغ او دفاع کوي؛ که يو وخت قدرت ته ورسېږي، نو يو داسې دولت به جوړ کړي؛ لکه د داعش دولت، چې د اسلامي شريعت او قوانينو همداسې تطبيق به کوي، يو داسې خليفه به وټاکي لکه د دوی مشر، اوس ستاسو خپل اختيار دی، چې کومه لاره انتخابوئ.
لوېديځوالو چې په دې پلان کې يې مهم رول لوبولی و؛ په حقيقت کې یې هڅه کوله چې داعش د نړيوالو لپاره د يو اسلامي حکومت د بېلګې په توګه وښيي، خلګو ته دا وښيي چې که تاسو د اسلامي نظام جوړول غواړئ، نو پوه شئ چې هغه نظامونه چې په کې اسلام حاکم وي؛ د داعش ظلم، وحشت او بربريت به ورسره مل وي.
په حقيقت کې، داعش له دې تورو اعمالو او تباهۍ سره چې ترسره کړې یې دي او اوس هم دوام ورکوي، هېڅ ډول اړیکه له اسلام سره نه لري او هغه لږه نومي اړیکه يې هم پرې کړې ده.