د هغو کبیره ګناهونو په دوام کې چې خوارج پرې مبتلا دي، ځینې نورې یې په لاندې ډول دي:
۸: قتل العاهدین و اهل الأمان والعهد (د عهد لرونکو او امان لرونکو وژنه )
الله جل جلاله په قرآن عظیم الشأن کې څو ځله دا مسئله بیان کړې چې مسلمان باید هېڅکله خائن نه وي، او خیانت د هغو سترو ګناهونو څخه دی چې الله تعالی یې په قرآن کریم کې حرمت بیان کړی دی.
الله تعالی فرمایي: وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ (سورة الأنفال، آيت ۵۸)
ژباړه: او که ته د یوه قوم نه د خیانت وېره لرې، نو ته هم په مساوي ډول هغوی ته اعلان وکړه (چې تړون ختم شو)، بېشکه الله جل جلاله خیانت کوونکي نه خوښوي.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:”من قتل معاهَدًا لم يرح رائحة الجنة، وإن ريحها ليوجد من مسيرة أربعين عامًا” (رواه البخاري)
ژباړه: څوک چې یو معاهد (د عهد خاوند کافر) ووژني، هغه به د جنت بوی هم و نه ویني، سره له دې چې د جنت خوشبويي له څلوېښت کلونو واټن څخه احساسېږي.
خو خوارج د قرآن آيتونو او نبوي احادیثو خلاف، تل معاهدین وژني، د اسلامي نظام د بدنامولو لپاره، هغوی تل هغه کفار چې مستأمنین او معاهدین دي، وژني؛ څنګه چې موږ څو ځله داعشي خوارج لیدلي، چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې یې معاهدین وژلي دي.
۹: إشعال الفتنة (فتنه راپورته کول)
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: َٱتَّقُوا۟ فِتْنَةًۭ لَّا تُصِيبَنَّ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنكُمْ خَآصَّةًۭ ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ(سورة الأنفال، آيت ۲۵)
ژباړه: له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې یوازې پر ظالمانو نه راځي (بلکې پر ټولو)، او پوه شئ چې الله سخت عذاب ورکوونکی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:”الفتنة نائمة، لعن الله من أيقظها”(رواه الطبراني)
ژباړه: فتنه ویده ده، د الله تعالی لعنت دې وي پر هغه چا، څوک چې فتنه راپورته کوي.
خو خوارج د اسلامي امت په منځ کې سترې فتنې راپورته کوي، جنګونه، بغاوتونه، او د اسلامي دولت پر ضد جګړې تنظیم کوي تر څو خپلو شومو مخو ته ورسيږي.
۱۰: زرع ونشر اسباب الفرقة (د اختلاف تخم شیندل او تفرقه خپرول)
الله جل جلاله تل په قرآن شریف کې مسلمانانو ته توصیه کړې چې خپل وحدت وساتي او د کفارو پر وړاندې یو موټی شي، څنګه چې الله تعالی فرمایي: إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌۭ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ (سورة الحجرات، آيت ۱۰)
ژباړه: مؤمنان د یوه بل وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ.
او بل ځای فرمایي:”وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ ٱللَّهِ جَمِيعًۭا وَلَا تَفَرَّقُواْ”ژباړه: د الله د دين رسۍ ټينګه ونيسئ ټول سره يو ځاى شئ، او تفرقه مه کوئ.”
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:”لا ترجعوا بعدي كفارًا يضرب بعضكم رقاب بعض”(رواه البخاري ومسلم)
ژباړه: زما له وفاته وروسته کافران مه ګرځئ، چې یو د بل غاړې پرې کړئ.
لکن خوارج بالعکس تل د مسلمانانو صفونه مات کړي، امت یې تقسیم کړی، او هر څوک یې کافر ګڼلی دی.