ترکیه کې ۳۱ کسان داعش سره د تړاو په شک نیول شوي

#image_title

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن دوشنبه ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې ۳۱ کسان له داعشي خوارجو سره د تړاو په تور په پراخو عملیاتو کې نیول شوي دي.

علي یرلیکایا دا خبر پر خپل ایکس حساب خپور کړی او ویلي یې دي چې دا کسان په شپږو ولایتونو کې د هغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي چې هدف یې په ترکیه کې د داعشیانو د شبکو له منځه وړل دي. ترکیه د داعشیانو د جنګیالیو او پیسو د لېږد رالېږد عمده مرکز دی او د غرب ترڅنګ منځني ختیځ او نورو اسیايي هیوادونو ته خلک د همدې هیواد له لارې ځي او راځي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version