تاجکستان، د شیطان د لښکر په تسلط کې

#image_title

تاجکستان هغه خاوره ده، چې له ډېرې مودې راهیسې له یوه غمجن برخلیک او ناوړه وضعیت سره مخ ده.

هغه حالت چې یو وخت یې زموږ د هېواد افغانستان لمن نیولې وه، خو د الله تعالی په فضل او کرم او د رښتینو مجاهدینو په پاک جهاد سره د هغه وخت ټول شوم پلانونه شنډ شول.

نن که موږ د توحيد تر بيرغ لاندې، د اسلامي نظام او شرعي احکامو تر سيوري لاندې ژوند کوو، دا د ډېرو سرښندنو پايله ده، چې د جګړې په ډګرونو کې یې له ځانه پریښودې، تر دې چې په پای کې وتوانیدل، چې دا ملت د اسلام د دښمنانو له فکري استعمار څخه خلاص کړي.

خو له بده مرغه په ​​تاجکستان کې حالات بل ډول دي، د هغه هېواد مظلوم ولس هره ورځ د کفر او سیکولریزم په دلدل کې ډوبېږي او د خپلو اجیرانو له منګولو څخه د دغو خلکو د ژغورلو لپاره هېڅ انګیزه او حرکت نشته.

له ۱۹۹۲ کال راهیسې چې امام علي رحمانوف واک ته ورسېد، تر اوسه پورې د تاجکستان د خلکو د اسلام او دین په وړاندې جدي مبارزه روانه ده او د دیني شعایرو د منزوي کولو لپاره یې سخته مبارزه پیل کړې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د څو پېښو یادونه کولی شو:

١: په تاجکستان کې نږدې د دوه زره جوماتونو تړل.

٢: د تعلیمي کورسونو څخه د اسلامي پوهې لرې کول.

٣: د سیکولریزم د نظام مطابق تعلیم.

٤: د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ځوانان د خپل مذهب غوره کولو څخه منع کول.

٥: د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي خلک جومات ته له تګ څخه منع کول.

٦: د روژې په مبارکه میاشت کې د روژې نیولو څخه د بزګرانو مخنیوی.

٧: د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره تر ۳۵ کلونو کم عمره کسان نیول.

٨: د ماشومانو د سیرونو او د اختر د لیدو څخه منع کول، چې د ماشومانو په منځ کې عام دي.

٩: د 18 کلونو څخه کم عمره نجونې د اسلامي حجاب سره ښوونځیو ته د ننوتلو مخنیوی.

١٠: او په اخري صورت کې د بهرنیو جامو سره د مبارزې تر نامه لاندې د اسلامي جامو ممانعت.

هو! هغه څه چې ياد شول د تاجکستان د واکمنانو د مذهب ضد فعاليتونو يوه برخه ده او امام علي رحمانوف يې په سر کې دى او يقيناً هغه څه چې له سترګو پټ ترسره کېږي تر دې زيات او زهرجن دي.

هغه کړنې چې د عصر د خوارجو په لیکو کې د مخلصو خو ناپوهو او ساده لوحه ځوانانو د یو ځای کېدو تر ټولو لوی لامل دی، خوارج د دې ملت له دردناک حالت څخه په غلطې ګټې اخیستنې سره، په خپلو زهرجنو تبلیغاتو او خوشرنګه درواغو استخداموي او کار ځنې اخلي.

دغه ځوانان د خپل بادار د استخباراتي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره، قربانګاه ته راوړي.

د اسلام پر ضد د دغو قوانینو وړاندیز، په ځانګړې توګه د حجاب د منع قانون، چې په دې وروستیو ورځو کې تصویب شو، د تاجکستان دننه او بهر ګڼې تبصرې راوپارولې او د اسلامي امت د علماوو او پوهانو له سختو نیوکو سره مخ شو.

خو له بده مرغه د تاجکستان د حکومت قوت دا دی، چې هغه له ځان سره شیطانان لري، چې د ملائکو په جامو کې راڅرګندېږي او پر ځان یې د عالم نوم اېښی او د دې حکومت او مشرانو په شاوخوا کې راټولېږي، حق باطل او باطل حق معرفي کوي.

هغه انساني شیطانان چې د دین په نوم د دین خلاف کار کوي، هغه خلک چې د افغانستان خلک یې د درباري علماوو په نوم یادوي، ځانونه یې خرڅ کړي، چې د اشغال پر مهال یې خپل علم او دین د دنیا د لږو مالونو په بدل کې خرڅ کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ممبر او محراب سره یې خیانت وکړ.

خو لکه څنګه چې غربي اجیرانو په دې نړۍ کې د ذلت خوند وڅکه او اوس له خورا ناچیزه بشري حقونو څخه بې برخې په دغه هېواد او هغه هېواد کې دي، داسې ورځ به راشي چې د تاجکستان زړور ځوانان به د خپلو افغان وروڼو د سپیڅلي مقاومت مثال واخلي او میدان ته به راووځي، شیطان او د هغه لښکر به په ګونډو کړي او له تاجکستان څخه به یې نجس قدمونه لري کړي.

که خدای کول

هرماس الافغاني
Exit mobile version