بورکینافاسو کې القاعده پر داعشیانو برید کړی

په مغرب او غربي افريقا کې د القاعده جهادي غورځنګ څانګې په بورکینافاسو هیواد کې پر داعشیانو برید کړی دی.

د جماعة نصرة الاسلام والمسلمین نشریاتي ادارې الزلاقة د جولای په اتمه خبر ورکړی چې د بورکینافاسو د دوري ولايت په بانبوفا سیمه کې یې د داعشي خوارجو پر یوه ډله په برید کې هغوی ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې وړاندې هم القاعده په بورکینافاسو هیواد کې پر داعشیانو عملیات کړي وو او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې وه.

Exit mobile version