بلخ کې له بهره د باغیانو د شمال زون راستون شوی مسؤل دوو ملګرو سره یوځای ووژل شو

المرصاد ته امنیتي سرچینو ویلي چې تېره شپه د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې د باغیانو د یوې ډلې د شمال زون مسؤل له خپلو دوو ملګرو سره یوځای د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا نښته د خاص بلخ ولسوالۍ په چهارسرکه سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د دې کسانو موټرونه د استخباراتو له ځواکونو سره مخ شول او جګړه یې پیل کړه. د لنډې نښتې په پایله کې پخپله د شمال زون مسؤل او دوه نور ملګري یې ووژل شول.
د دې ډلې یو شمېر نور غړي ژوندي نیول شوي دي.

امنیتي ځواکونو د بریدګرو دوه کورولا موټرونه، یو کلاشینکوف او دوې تفنګچې هم ترلاسه کړې دي.

دا ډله په بلخ ولایت کې د لاسي بمونو او سپکو وسلو پر مټ په یو شمېر ترسره شویو بریدونو کې هم ښکېله وه او اوس یې پلان درلود چې د بلخ پر والي برید ترسره کړي، خو خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې له منځه یووړل شوه.

امنیتي سرچینې وايي چې وژل شوي درې واړه کسان په دې وروستیو کې له تاجکستان او هندوستانه بېرته راستانه شوي وو او پر امارتي مسؤلینو او اهدافو د برید لپاره یې ۵۰ زره امریکايي ډالره هم ترلاسه کړي وو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version