اسماعیل هنیه څوک و؟

#image_title

نن چهارشنبه سهار د حماس د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیه، د ایران په پلازمېنه تهران کې ترور او شهید شوی دی.

د ایران رسمي دولتي اژانس ویلي چې هنیه له خپل یوه ساتونکي سره د هغه پر هستوګنځای په برید کې شهید شوی دی.

تراوسه د نوموړي د ترور نوعیت څرګند نه دی، خو ایراني چارواکو ویلي چې د پلټنو پایلې به ژر رسنیزې کړي. اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و.

اسماعیل هنیه څوک و؟

اسماعیل هنیه د 1963ز کال په می میاشت کې د غزې تړانګې په الشاطئ کمپ کې زېږېدلی و. هنیه د غزې په اسلامي پوهنتون کې درسونه ویلي و او په 1987ز کال کې له عربي ادبیاتو فارغ شو. له فراغت سره سم یې د اسراییلي اشغال پر ضد د فلسطینیانو په لومړۍ انتفاضه کې ګډون وکړ، چې له امله یې اسراییلي محکمې لنډ مهال بندي کړ. په 1988ز کال کې یو ځل بیا د شپږو میاشتو لپاره بندي شو. یو کال وروسته، په 1989ز کې، بیا ونیول شو او درې کاله زندان یې تېر کړ.

په 1992ز کال کې له راخوشي کېدو وروسته، اسراییلو د حماس له ځینو مشرانو او فعالانو سره یوځای لبنان ته ډيپورټ کړ. هلته د خپل فعالیت له امله مطرح شو او یو کال وروسته بېرته غزې ته راغلی او د اسلامي پوهنتون رئیس وټاکل شو.

 

اسماعیل هنیه د حماس له بنسټګر، شیخ احمد یاسین، سره نږدې اړیکې درلودې او د همدې اړیکو له برکته ژر په حماس کې دننه مطرح شو او مسؤلیتونه وروسپارل شول. کله چې په 1997ز کال کې شیخ احمد یاسین د اسراییلي اشغالګرو له بنده راخوشی شو، هنیه یې د دفتر مسؤل وټاکل شو. د اسراییلو پر ضد د فلسطیني ولس په دویم قیام کې هم، چې د دویمې انتفاضې په نوم مشهور دی او د 2000ز کال له سپټمبر بیا د 2005 تر فبروري میاشتې پورې روان و، هنیه بارز رول درلود.

هنیه د 2006ز کال په مارچ میاشت کې د ټاکنو له لارې د فلسطیني دولت د لومړي وزیر په حیث وټاکل شو، خو د الفتح ګوند او اسراییلو لخوا سختې ستونزې ورته ایجاد شوې، اسراییلو او غربي نړۍ پر فلسطین خپلې مرستې بندې کړې او د حماس په مشرۍ حکومت یې کار ته پرېنښود. نوموړي د 2007ز کال په فبروري میاشت کې استعفا ورکړه او له الفتح ګوند سره په ګډه یې د ملي یووالي حکومت جوړ کړ. د الفتح ګوند مشر محمود عباس څلور میاشتې وروسته، د جون په ۱۴مه، د ملي یووالي حکومت منحل کړ او اضطراري وضعیت یې اعلان کړ، هنیه هم له دندې ګوښه شو او د غزې او غربي تړانګې واک محمود عباس په لاس کې واخیست. هنیه له حکومتي اډانې له وتلو سره سره، خپل فعالیت ته دوام ورکړ او د حماس په سیاسي او اقتصادي برخو کې یې فعال رول درلود.

په 2016ز کال کې نوموړی د خالد مشعل پر ځای د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو او قطر ته ولاړ. دوه کاله وروسته، په 2018ز کال کې، د امریکا متحده ایالتونو نوموړی د خاصو ترهګرو په لیست کې شامل کړ.

د 2023ز د اکتوبر په اوومه، د طوفان الأقصی د عملیاتو په پیل سره، هنیه یو ځل بیا راښکاره شو او فعالیتونه یې پراخ شول. نوموړي د حماس د سیاسي دفتر د مسؤل په حیث له اسراییلي اشغالګرو سره د بندیانو د تبادلې، د اوربند د خبرو او نورو اړوندو مسائلو پر سر د مذاکراتو مسؤلیت درلود. د ده فعالیت ته په کتلو، د اسراییلو لپاره د حماس یو تر ټولو مهم کس وګرځېد. د 2023ز په اکتوبر میاشت کې یې په غزه کې د نوموړي پر کورنۍ بمبار وکړ، چې په نتیجه کې یې د ده د کورنۍ ۱۴ غړي شهیدان شول. یوه میاشت وروسته، په نومبر میاشت کې یې، دوه لمسیان ورشهیدان کړل. د روان 2024ز کال د اپرېل په لسمه یې درې زامن او درې لمسیان په غزه کې د اسراییلي وحشیانو په بمبار کې شهیدان شول. د جون په 25تمه، په الشاطئ کمپ د اسراییلو په بمبار کې د ده د کورنۍ ۱۰ نور غړي، چې اتیا کلنه خور یې هم پکې وه، شهیدان شول.

د اسراییلي اشغال پر ضد د جهاد دا مخکښه او فعاله څېره، بالآخره د 1446هـ ق د محرم الحرام په 25تمه (31 جولای، 2024) د ایران په تهران کې په یوه برید کې له خپل ساتونکي سره یوځای شهید شو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version