د اتریش رسنیو خبر ورکړی چې یوه نیول شوي داعشي په زندان کې ځان وژلی دی.
د راپورونو له مخې، دا ۴۰ کلن داعشی اصلا د داغستان و، د تېر کال په وروستیو کې نیول شوی و او تور ورباندې و چې د خراساني خوارجو په لارښوونه یې په اتریش کې پر ځینو اهدافو د برید پلان درلود.
رسنۍ وايي چې ټاکل شوې وه نوموړی تېره پنجشنبه سهار د روسیې داغستان ته ډيپورټ کړل شي، خو د الوتکې تر پرواز لږ وخت مخکې یې په خپل اتاق کې ځان راځړولی و.
د یادونې وړ ده، اترېش او جرمني په اروپا کې هغه دوه هیوادونه دي چې د منځنۍ اسیا زیات خوارج-پلوه کسان پکې مېشت دي او ځینې یې په دې وروستیو میاشتو کې نیول شوي هم دي.