یو متفاوت سیرت النبي (ص)

ابوبکر خپلواک
د مکتب چارې مو تر ډېر د وخت د معارف امارتي کمیسون څارلې، د لیسې په دوره کې یې څه بې ګټې کتاب‌ګوټي عوض او په ځای یو سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ادارې ته پشنهاد کړ، موږ هم دوه کاله ولوست، مدرس استاد مو په لومړی ورځ د کتاب په تړاو راته وویل چې یاد کتاب ما د پوهنتون په دوره کې لوستی، مناسب سیرت دئ. هغه وخت مو خلاص کړ، امتحان هم پکې ورکړ خو په دقت مې نه و لوستی، تېره اونۍ مې بیا مطالعه کړ او اوس خپله تبصره له ځوانانو سره د خیرخواهۍ په نیت شریکوم.

هغه ملګري چې د کتاب او قلم سره یې سرو کار دئ حتمن به یې د مرحوم دوکتور مصطفی السباعي رحمه الله نوم اورېدلی وي، ځکه نوموړی یوازې مصنف نه و، د دعوت، تدریس، مبارزې او سنګر په میدان کې یې هم نوم په ډېر ادب او احترام یادیږي. السباعی صاحب چې د شهيد حسن البناء رحمه الله سره هم د صحبت ویاړ لري دغه سیرت په لس فصلونو کې له نن څخه کابو ۶۰کاله پخوا ليکلی.

سلطان محمود صلاح صاحب چې قلم یې د لسګونو نورو کتابونو د ژباڼې تجربه لري ۳۰ کاله پخوا دغه عربي سیرت هم د مهاجرینو د صوابۍ په کېمپ کې پښتو کړی، لیکل یې روان او خواږه دي، د هر سن باسواده ترې مستفید کیدلای شي. کتاب د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ کې اوږده موده تدریس شوی، لومړی الهداء او بیا میوند خپور کړی.

رښتیا په لومړی سر کې ما بنده ادعاء کړې چې یاد سیرت له نورو متفاوت دئ، د سپناوي لپاره خپل ثبوت راوړم او نور تاسو ځوانان د یاد کتاب مطالعه ته رابولم.
ولله اعلم چې د نړۍ نورې ژبې به څومره د سیرت کتابونه ولري، خو ما بنده تر اوسه ۹پښتو او دري د سیرت کتابونه لیدلي او کم توم مطالعه کړي، خو د مرحوم السباعي سیرت چې ۲۳۸ صفحې لري له هغې بېل دئ، د هرې موضوع څخه وروسته د درسونو او پندونو یو عنوان ږدي او خپله تبصره کوي، ځوان مبارز، داعي او مجاهد مخاطبوي.

د نن عصر ژوند له پرون سره مقایسه کوي او ځوان ته د خوږ نبي صلی الله علیه وسلم د عملي ژوند روښانه مثال وړاندې کوي، په مکه او مدینه، سنګر او جهاد، سیاست او مدیریت کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند او عادت مثالونه روښانه کوي، ځوان ته آسانوي چې څنګه د خپل قدوه په لار مخ کې لاړ شي. د سیرت نوم (نبوي سیرت درسونه او عبرتونه) دی. زه بنده به لیکوال او ژباڼ او تاسو موږ دری واړو ته د خیر دوعاء وکړی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version