یونس فکور: طالبان هر څه اسلامي غواړي «نو ډیموکراسي د څه لپاره؟»

د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور، چې په تلویزوني بحثونو کې د محمد اشرف غني پلوی بلل کېږي په یوه تلویزوني بحث کې وویل، طالبان هر څه د اسلام پر اساس غواړي، چې په وینا يې دوی ته د منلو نه دي.

هغه، تېره شپه د ولسي جرګې له غړي عبیدالله بارکزي او د پوهنتون استاد ذاکر جلالي سره په ګډ تلویزوني بحث کې، د مسکوناستې په تړاو وویل، چې خپره شوې اعلاميه کې يې هر څه د اسلام پر بنسټ راڅرخي.

فکور د مسکو‌ناسته ګټوره ونه بلله او ګیله يې وکړه، چې په خپره شوې اعلامیه کې يې «د ښځو حقونه د اسلام په رڼا کې، د بیان ازادي د اسلام په رڼا کې، هر څه د اسلام په رڼا کې» بلل شوي «نو دا ډیموکراسي څه شوه؟ اساسي قانون څه شو؟»

فکور چې د خلق ګوند غړی پاتې شوی، وايي طالبان هر څه اسلامي غواړي، په وینا يې «کوم اسلام؟ د چا اسلام؟ ولې دلته قانون نشته؟»

د نوموړي په ځواب کې د روزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي جدي غبرګون وښود او ګوتڅنډنه يې ورته وکړه چې د مقدساتو اړوند له ګستاخۍ تېر شي.

هغه چې د فکور په څنګ کې ناست و، مخ ور واړاوه: «یو څوک چې د اسلام پر الف بې نه وي خبر؛ څنګه ځانته دا حق ورکوي چې پر دین تبصره وکړي؟»

د بیان ازادي چې امریکا او حکومت يې دواړه «لویه لاسته راوړنه» معرفي کوي پرلپسې ترې دا ډول استفاده شوې ده چې له رسنیزې له لارې د مقدساتو اړوند ګستاخۍ پکې شوې دي.

تر دې وړاندې کابل کې «ایکسپریس» ورځپاڼې الله جل جلاله ته لیکلی لیک خپور کړی و، چې توند غبرګونونه يې را وپارول، تر هغه وړاندې د ګډ حکومت په لومړیو کې د محمد اشرف غني مېرمنې په فرانسه کې پر حجاب د بندیز هرکلی وکړ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version