یمن کې دوو داعشي خوارجو ځان ته چاودنه ورکړې او دوه ملکي وګړي یې وژلي

د یمن المسیره ټلوېزون د جمعې په ورځ (۱۶ رمضان) خبر ورکړی چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې د داعشي خوارجو په ځان چاودوونکي برید کې دوه خوارج او دوه عام وګړي وژل شوي دي.

ټلوېزون په خپل خبر کې ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د یمن حوثي ځواکونو د اطلاعاتو پر بنسټ د خوارجو میني بس موټر تعقیباوه، خو خوارجو تر خبرېدو وروسته په ځان پسې تړلو چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړ او له ځان سره یې دوه نور ملکي وګړي هم ووژل.

المسیرة د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دوی هڅه کوله چې په موټر کې سپاره داعشیان له ازدحامه په خالي نقطه کې ژوندي ونیسي، خو خوارجو ځانونه ووژل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version