کونړ کې یو داعشی د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ووژل شو.

#image_title

نن ماښام (د جمادی الثاني په ۲۸تمه) په کونړ ولایت کې یو داعشي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

سرچینو المرصاد ته ویلي چې د سید ملا (حماس) په نوم دغه داعشی اصلًا د ماڼوګۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و او نرنګ ولسوالۍ ته د تخریبي کړنو ترسره کولو په موخه راغلی و چې امنیتي ځواکونو پرې عملیات وکړل.

د عملیاتو په ترڅ کې نوموړي د مقاومت هڅه وکړه او د خپل عمل په سزا ورسېد.

د سرچینو په خبره، نوموړی د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له ډاره، د نورو داعشیانو په څېر، پاکستان ته تښتېدلی و او په بلوچستان کې د انفجاراتو د زده کړې له ترلاسه کولو وروسته تازه هیواد ته راستون شوی و.

هرماس الافغاني
Exit mobile version