کونړ کې د خوارجو د نړنګ ولسوالۍ د مسؤل په شمول درې مهم داعشيان ووژل شول

نن دوشنبه (۲۲ ربیع الثاني) د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د نړنګ ولسوالۍ لپاره د نوي ټاکل شوي مسؤل په ګډون درې داعشي خوارج د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

 

المرصاد ته امنیتي سرچينو ويلي چې دا عملیات په توت تنګي سيمه کې پر هغه پټنځای ترسره شوي چې د نړنګ ولسوالۍ لپاره د خوارجو د نوي ټاکل شوي مسؤل عبدالحليم (اسامه) ترڅنګ د محمد ګل او فدا په نوم دوه نور داعشیان هم پکې پټ وو. په عملیاتو کې درې واړه خوارج له منځه تللي دي.

 

امنیتي سرچینې وايي چې اسامه په دې وروستیو کې د نړنګ مسؤل ټاکل شوی و او محمد ګل په سیمه کې د داعشي خوارجو یو ګروپ رهبري کاوه او د خراساني خوارجو د امنیت ادارې د وژل شوي مسؤل قاري فاتح (کوتر) نږدې کس و.

 

د یادونې وړ ده چې دا درې واړه کسان په تېره ربیع الاول میاشت کې په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه مجاهد د نیولو او شهادت رسولو په جرم کې ښکېل وو، چې بالآخره نن عدالت پرې پلی شو. د دوی له پټنځایه د شهید مجاهد وسله هم ترلاسه شوې ده.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version