په هېواد کې مذهبي، قومي او ژبني دُښمنۍ له کومه ځایه را پیل شوې؟

رحمت الله فیضان

په ۱۹۹۳ زیږدیز کال د فبروري په میاشت کې د کابل په هزاره میشته سیمه (افشارو) کې د اسلامي دولت دفاع وزیر احمد شاه مسعود او د اتحاد اسلامي ګوند د مشر عبدالرب رسول سیاف له لوري یو ستر بشري او انساني ضد جنایت ترسره شو؛ چې دا ستر بشري جنایت د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو وحشتناک او زړه بوږنوونکی فصل جوړوي، دا وحشت له هغه ځایه را پیل شو چې کله د وحدت ګوند مشر، عبدالعلي مزاري په اسلامي دولت کې د ونډې ترڅنګ پر هزار میشتو سیمو کې د استقلالیت غوښتنه درلوده، که څه هم کریم خلیلي د وحدت ګوند له لوري د مالیې د وزیر په توګه د رباني کابینې ته ور پېژندل شوی وو، خو بیا هم عبدالعلي مزاري د مسعود او رباني اداره په انحصارګري تورنوله. آخوا بیا د مسعود او رباني لپاره هم دا ستونزمنه وه چې د عبدالعلي مزاري غیر منطقي غوښتني پوره کړي. له همدې ځایه په افغانستان کې قومي، ژبني او مذهبي تاوتریخوالی عملاً پیل شو.
د حزب وحدت ګوند په ۱۹۸۹ زیږدیز کال کې د هزاره ګانو د اتو سیاسي حزبونو له اتحاد څخه را منځته شو او مشري یې د عبدالعلي مزاري پر غاړه وه.
درې کاله وروسته په ۱۹۹۲ زیږدیز کال چې حزب وحدت کابل ته ولېږدول شو، د ۸۲ تنو غړو په ګدون د رهبري شورا تشکیله شوه، په مرکزي کميټې کې د هزاره ګانو د متعددو ډلو رهبرانو برخه درلوده.
په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې د وحدت ګوند د داخلي رقابتونو له آمله استاد محمد اکبري له وحدت ګوند څخه بېل او عبدالعلي مزاري پر خپل ځای پاته شو، عبدالکریم خلیلي هغه وخت د مرکزي کمیټې غړی و، وروسته له هغه چې په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې عبدالعلي مزاري ووژل شو، عبدالکریم خلیلي د وحدت ګوند د رهبر په توګه انتخاب شو، آخوا ته محمد محقق د حزب وحت ګوند د مشر په توګه د افغانستان له شمال څخه را څرګند شو.

په دې سره حزب وحدت په درېیو ډلو وویشل:
۱- د عبدالکریم خلیلي ډله
۲- د محمد محقق ډله
۳- د محمد اکبري ډله

د افشارو له وحشت څخه احمد شاه مسعود دوې تاکتیکي مُوخې درلودې.
۱- د وحدت ګوند سیاسي او نظامي قرار ګاوې او عبدالعلي مزاري له منځه وړل.
۲- مسعود غوښتل چې د کابل غربي سیمې هم د مرکزي حکومت تر سلطې لاندې راولي، ترڅو کابل په مکمله توګه د جمعیت تر کنترول لاندې راشي.

د عملیاتو تشکیل:
پر افشارو علمیات د دفاع وزیر او د مسلحو قواو سر اعلیٰ قوماندان احمد شاه مسعود له لوري رهبري کېدل، احمد شاه مسعود د جمعیت جنګیالي مستقیماً او د اتحاد جنګیالي غیر مستقیم اداره کول، سره له دې چې د اتحاد ګوند ځواکونه ظاهراً د دولتي ځواکونو رتبه درلوده، خو قوماندانانو یې له عبدالرب رسول سیاف څخه هدایت تر لاسه کاوه، له همدې امله د افشارو د عملیاتو پر مهال د مسعود او سیاف ترمنځ د ګډې مرستې توافقنامه لاس لیک شوه، په دې سره د افشارو په عملیاتو کې د اتحاد ګوند جنګیالي مستقیماً د عبدالرب رسول سیاف له لوري اداره کېدل.

په علمیاتو کې د جمعیت قوماندانان:
۱- محمد قسیم فهیم، د استخباراتو عمومي رئیس او د خاصو نظامي عملیاتو مسؤل.
۲- انور ډنګر، په شکر دره کې د مسعود د جګړه مارو مسؤل.
۳- ملا عزت، په پغمان کې د فرقې مسؤل.
۴-محمد اسحاق پنجشیری د مسعود د جګړه مارو د یوې لوا مسؤل.
۵- حاجي بهلول پنجشیری، د مسعود د جګړه مارو د یوې لوا مسؤل.
۶- بابه جلندر پنجشیری، د مسعود د جګړه مارو د یوې لوا مسؤل.
۷- خانجر آخوند پنجشیری، د مسعود د جګړه مارو د کنډک مشر.
۸ـ مشتاق لالی، کنډک مشر.
۹- بازمحمد احمدي بدخشانی، فرقې مشر.

د اتحاد اسلامي قوماندانان او جګړه ماران:
۱- حاجي شېر علم د افشارو د علمیاتو د دوو لومړیو ورځو عمومي قوماندان.
۲- زلمی طوفان، د ۵۹۷ لوا قوماندان.
۳- ډاکټر عبدالله، د ۵۹۷ لوا د کنډک قوماندان.
۴- جګړن نعیم، د ۵۹۷ لوا د کنډک قوماندان.
۵- ملا تاج محمد.
۶- عبدالله شاه.
۷- عبدالمنان دیوانه، کنډک مشر.
۸- امان الله کوچی، کنډک مشر.
۹- شیرین، کنډک مشر.
۱۰- مشتاق لالی، کندک مشر.
۱۱- مُلا کجکول.

د متحدینو (جمعیت او اتحاد) قواوو د ۱۹۹۳ زیږدیز کال د فبروري ۱۰ نیټه د افشارو، کارته سه، کارته چهار او کارته سخي په سیمو د ځمکې او هوا له لارې د درنو وسلو او سپکو وسلو پر مټ یرغل پیل کړ، دا یرغل پر داسې مسکوني سیمو پېل شو چې په غېږ کې یې ډیری ملکي وګړي اوسېدل، په دغو سیمو کې که څه هم د وحدت جګړه ماران اوسېدل، خو د یادې شویو سیمو ښځو او ماشومانو د مسعود او سیاف په خِلاف وسله نه وه پورته کړې.
د مسعود قواو د ۱۹۹۳ د فبروري د میاشت په ۱۰-۱۱مه په شپه د ټولنیزو علومو انسټیټوټ، افشار او نورې هزاره میشتې سیمې تر خپلو هوایي بریدونو لاندې راوستې، د سهار په پنځو بجو د مسعود قواو پرمختګ پیل شو، لومړنی پرمختګ د بادام باغ له لوري د رادار د غونډۍ د افشار لور ته وو. د مسعود قواو د غره پر سر د وحدت ګوند پوسته بې له مقاومت څخه ونیوله او د وحدت په مهمو دفاعي سنګرونو کې اور ولګېد او هلته مستقر ټانګونه له فعالیت څخه ولوېدل.
د جمعیت او اتحاد یوې ډلې جنګیالیو د غرب له لوري د افشارو لور ته پرمختګ وکړ. بلې ډلې د افشارو د سرک په اوږدو کې له کارته پروان، انټر کانټیننټال هوتل له لوري د اجتماعي علوم د انسټیټوټ لور ته پرمختګ وکړ او د شرق له لوري افشارو ته داخل شول.
د ورځې په یوې بجې د حزب وحدت ټول دفاعي خطوط مات شول، مزاري او قوماندانو یې له انسټیټوټ څخه پیاده تېښته وکړه، د ماسپښین په دوې بجې د مسعود جنګیالي بریالي شول چې د اجتماعي علوم انسټیټوټ ولکه کړي، د مسعود او سیاف ځواکونو چې د غرب او شرق له لوري د وحدت پر ځواکونو یرغل پېل کړی و په افشارو کې سره یو ځای شول او د سیمې واک یې په خپل لاس کې واخیست. د مسعود او سیاف قواوې په افشارو او خوشحال خان مېنه کې ځای پر ځای شوې او د خلکو د کورنو په تلاشي یې پېل وکړ، د دې تلاشي په جریان کې یو لړ بوږنوونکي جنایات هم د مسعود او سیاف د ځواکونو له لوري ترسره شول.
فاتح ځواکونه به د خلکو کورونو ته د تلاشي په نیت د خلکو کورونو ته ورتلل، نارینه به یې له ځان سره د اسیرانو په توګه بیول، میرمنې به یې بې عزته کولې او د کورونه، مالونه به یې لوټول.
له جګړې وورسته یې اسیران کسان د پیسو په بدل کې بیرته خوشي کول، هغوی چې د ځان د فدیې د ادا کولو توان یې نه درلود هغوی یې وژل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version