په نیمروز ولایت کې د فتنه ګرو پر ضد عملیات!

۱۸ رمضان المبارک ۱۴۴۴ یک شنبه

نن سهار د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لورې د نيمروز ولايت په دریمه ناحیه د سيد اباد په سیمه کې د اسلام دښمنه فتنه ګرو په يو پټنځای عمليات ترسره شول، د سرچينې له قوله سخته نښته را منځته شوه چې تر نيم ساعت پورې یې دوام وکړ او په پایله کې یې دوه فتنه ګر ووژل شول او يو یې ژوندی ونیول شو، د امنیتي مسؤلینو له قوله په نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم تلفات نه دي رسيدلي، همدغه راز امنيتي ځواکونو ته اسلحه، لاسي بمونه او يو واسکټ بم هم لاس ته ورغلي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version