په منځني ختیځ او نړۍ کې د ملګرو ملتونو له خوا کرل شوی جنګ

شبیراحمد

کله چې په ۱۹۴۷م کال کې د یهودانو لپاره ملګرو ملتونو د اسرائیل د دولت وړاندیز وکړ، د عربي جزیرې ټولو هېوادونو او عموماً مسلمانو هېوادونو د دغه دولت د جوړېدو سره مخالفت وښود، خو بیا هم برعکس، امریکا، اروپا او نورو ګڼو غیرمسلمو هېوادونو د دغه دولت جوړېدل مهم وبلل او پرېکړه یې عملي کړه، او په ۱۹۴۸م کال کې دغه رژیم د خپلواکۍ اعلان وکړ.

د دغه رژیم څخه د ملګرو ملتونو سازمان موخه دا وه چې د عربي هېوادونو طبیعي زیرمې او واک د خپل کنټرول لاندې راولي. بل دا چې بیا په عربي او ترکي خاوره کې د عثماني خلافت په شان بل خلافت او د مسلمانانو ځواک راڅرګند نه شي. همداسې هم وشول، چې ډېری عربي هېوادونه یې تر واک او استعمار لاندې کړل، او په منځني ختیځ او نورو سیمو کې یې جهادي ډلې او نظامونه تخریب او له منځه یوړل.

د تېر وخت محاسبې برعکس شوې. نړیوالو فکر کاوه چې اسرائیل به تل د مسلمانانو، ایران، روسیې، چین او ترکیې پر وړاندې ځواک وي او د امریکا او برتانیې له ملاتړ څخه به برخمن وي. کلونه امریکا میلیاردونه ډالر اسرائیل ته ورکړل، خو له ایران سره اوسنیو ترینګلتیاوو اسرائیل د امریکا، برتانیې او عموماً اروپایي هېوادونو لپاره په سرخوږي، د جګړې بیا ښکېلتیا او د خپلو ګټو د زیان رسوونکي په توګه بدل کړی دی.

جګړې په سیمه کې اسرائیل رامنځته کړې، ځکه د دوی فطرت همداسې دی چې تخریب، زیان رسول او د مسلمانانو او نورو پر وړاندې کرکه خپل ایماني مسؤلیت بولي. د همدې له امله دوی کډوالي په دولت بدله کړه. اوس یې غوښتل چې د سره سمندر او نورو ترانزیټي لارو واک خپل کړي، خو دغې پرېکړې، چې زیان یې ایران ته و، په پایله کې خپله دوی ته هم سزا ورکړه.

امریکا ولې ترې ملاتړ کوي؟
د اسرائیلي رژیم شتون او قوت د امریکا لپاره په عربو، ایران او نورو هېوادونو د تسلط په ساتلو کې مهم رول لري. که اسرائیل په سیمه کې نه وي، امریکا او نور غیرمسلم هېوادونه به په اسیا او نیمه اروپا کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي. همدارنګه، د برتانیې او نورو هېوادونو لپاره به د جهادي ډلو د تخریب بهانه او د امریکا هغه پراخ نفوذ چې په عربي او اسیايي طبیعي زیرمو یې لري، له منځه ولاړ شي.

وروستۍ پایله دا شوه چې اسرائیلي رژیم په نړۍ کې د اقتصادي بحران، د مهاجرت د زیاتېدو او تاوتریخوالي یوه منبع وګرځېد. خو دغه ټولې ناخوالې یوازې د اسرائیل له امله نه، بلکې د ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو له امله هم دي چې د دغه رژیم د جوړېدو ملاتړ یې کړی و، ځکه دوی په لوی لاس منځني ختیځ او اسیا ته جګړه راوړه او د تاوتریخوالي لامل شول.

Exit mobile version