په جوماتونو کې انفجارونه کول داعشی سنت

ـــــــــــــــــــ
عبد البر موحد

جوماتونه هغه مقدس او محترم بلاد دي چې الله ته د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات خوښ دي حدیث کې راځي: أحب البلاد الله تعالى مساجدها (صحيح مسلم)

د حرم شریف په هکله راځي چې هر څوک ورته داخل شي هغه په امن دی او د هغه ځان او عزت زیانمن کول حرام دي (من دخله کان آمنا ـ اولم یروا أنا جعلنا حرما آمنا)

الله جل جلاله قرآن کريم کې مسلمانانو ته ویلي دي چې کافر هم که حرم شریف ته پناه یووړه نو مه یې وژنئ تر څو چې کافر په حرم کې درباندې وسله پورته نه کړي: ولاتقاتلوهم عند المسجد الحرام حتی یقاتلوکم فیه (سورة البقرة: ۱۹۶)

دا حکم یوازې تر حرم پورې ځانګړی نه دی بلکې هر مسجد د امن کور دی ځکه هر جومات د الله جل جلاله کور او حرم دی قرآن کریم کې په متعددو وارونو د مساجد نسبت الله ته شوی دی (مساجد الله او المساجد لله) له همدې امله توقیر او تعظیم یې واجب دی.

د جومات د تقدس او احترام دومره لحاظ شوی دی چې کوم حقه حدود باعث د تلویث او ککړ والي د جومات ګرځي په جومات کې نافذول ناروا دي (لا تقام الحدود في المساجد ـ سنن ابن ماجه)

دغه راز د مسلمانانو د وینې د ساتلو په خاطر رسول کریم علیه السلام حکم کړی دی چې مسجد کې د غیشو تېره طرف ځان لور ته ونیسئ تر څو نور مسلمانان درنه متضرر نه شي. (صحیح مسلم)

خو له دومره تاکیداتو سربېره د مزعومه اسلامي خلافت والا په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو مساجد د خپلو ناروا حملو هدف ګرځولي دي او ظلم دا دی چې خپل دغه عمل ته د جواز لار هم جوړوي او په ډېر افتخار سره د هر جومات انفجار دوی په خپله ذمه اخلي

دوی په دې کار سره د خپلو آباوو یعنې خوارجو تاریخ یو ځل بیا راژوندی کړی دی او د هغوی په پلیت قدم یې پل ایښی دی پخوانیو خوارجو هم د وخت لوی لوی مجاهدین او د اسلامي امت رهبران او نیکان مسلمانان په جوماتونو کې ټارګیټ او هدف ګرځول کله چې خوارجو په نهروان کې شکست وخوړ نو د خپل غچ اخیستلو لپاره یې د اسلامي نړۍ صالحانو رهبرانو د وژلو پلان جوړ کړ ابن ملجم خارجي د امیر المؤمنین علي بن ابي طالب رضي الله عنه، برک التمیمي خارجي د امیر الشام معاویه بن ابي سفیان رضي الله عنه او عمرو بن بکر خارجي د مصر والي عمرو بن العاص رضي الله د وژلو تصمیم ونیو او دوی خپله اراده هغه وخت عملي کړه چې کله جومات ته په لار روان ول حضرت علي رضي الله عنه د دوی له لاسه شهید شو.

دغه راز عنوان المجد في تاریخ نجد نامي کتاب کې راځي چې وابیانو د عیینه حاکم په مسجد کې د لمانځه په حال وواژه

په شام او افغانستان کې د پخوانیو خوارجو اولاد د مزعومه اسلامي خلافت په نوم د الله جل جلاله مساجد حلال وبلل او خپل شوم اهداف یې پلي کړل هغه څوک څنګه په حق کیدای شي چې د الله حرمونه او کورونه پلیتوي؟ او انفجارونه پکې کوي؟

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version