په افغانستان کې د داعش مهمې موخې

محمد طارق صادق

 

په افغانستان کې د امریکا د لاسپوڅي رژیم د نسکورېدو په اواخرو کې؛ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د داعش د فتنه ګرې ډلې د شتون په اړه ډېرې آوازې آورېدل کېدې. له ننګرهار ولایت څخه د داعش د جغرافيې بدلون او د افغانستان شمال ته د هغوی د انتقال موضوع په هغه وخت کې د وضعیت د سخت خرابوالي په توګه وڅېړل شوه.

دا اړینه ده چې پوه شو داعش په افغانستان کې د کومو موخو لپاره کارول کېږي.

 

“د اوږدې مودې لپاره د جګړې دوام”

هغه هېوادونه چې د داعش د ملاتړ او نفوذ په لټه کې وو غوښتل یې افغانستان چې د دوی د شتون له امله د جګړې په اور کې سوځېدلی وو، یو ځل بیا د داعش په پیاوړتیا سره د داعش پر وړاندې د جګړې په ګرم ډګر بدل شي څو امریکا وکولای شي خپلې سترې ګټې ترلاسه کړي او د بلې اوږدې جګړې لپاره زمینه برابره کړي. خو له هغه ځايه چې د اسلامي امارت د مشرانو قوي درايت د ستونزې ژوروالی درک کړی وو، ډېر ژر د داعش پروژې په شنډولو کې بریالي شول.

 

“د اسلامي امارت کمزوري کول”

د اوږدمهالې جګړې د پیلولو په موخه کې له ناکامۍ وروسته، د داعش په ځانګړې توګه خراسان څانګې، تر ټولو مهمه موخه په افغانستان کې د اسلامي امارت کمزوري کول وو. د جګړې د مطالعاتو د موسسې لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې اصلي موخه د طالبانو د حکومت کمزوری کول او بالاخره د طالبانو راپرځول وو، چې په دې برخه کې هم ناکام شول او د داعش ټول پلانونه یې شنډ او په نطفه کې له منځه یووړل.

 

“د افغانستان له سرچینو څخه د استفادې په پار له امريکا سره اقتصادي مرسته”

ښکاره ده چې د تېلو، یورانیمو او نورو نادرو طبیعي زېرمو د ترلاسه کولو لپاره چې د دغه هېواد د اړتیا لومړۍ سرچینه ده، امریکا اړ ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې د افغانستان غوندې هيوادونو سره تړون وکړي او په هغه کې حضور ولري. خو له شل کلن شتون وروسته له سترې ناکامۍ سره مخ شوه او په اقتصادي ډګر کې یې د داعش ملاتړ ته اړ شوه. که څه هم دا ملاتړ په ظاهره ګران دی او امریکا باید د داعش ښه ملاتړ وکړي، خو د امریکا اړتیاوې د تیلو په برخه کې لږ تر لږه د څو محدودو کلونو لپاره پوره کولای شي.

 

“له امریکا سره په ستراتیژیکو ګټو کې همکاري”

د آسیا له سترو اقتصادي قدرتونو سره سیالي، په ځانګړې توګه له چین سره چې د ترقۍ په حال کې دی او روسیه چې له پوځي پلوه پیاوړې شوې ده او له هند سره چې د اقتصادي پرمختګ چټکتیا لري، د امریکا او ګټو لپاره يې د جدي اندیښنې سبب ګرځيدلی دی. د شانګهای تړون، د ناټو او امریکا په وړاندې تر ټولو د قوي سیال په توګه ورو ورو د لویدیځ لپاره په یوه لویه ننګونه بدلیږي. له همدې امله، د دې لپاره چې څومره ممکنه وي د دې هیوادونو د نفوذ د مخنیوي لپاره د امریکا یوازې یوې بهانې ته اړتیا ده؛ هغه هم “په سیمه کې د ترهګرۍ سره مبارزه او د ترهګرو ډلو ځپل”. دا مهال داعش په منځنۍ آسیا کې یوه تروریستي ډله ګڼل کېږي او که اړتیا وه امریکا به یې د ځپلو په نوم ظاهراً خپل حریف حکومتونه کنټرول او څاري.

په لنډه توګه، اصلي مسله دا ده چې داعش هڅه کوي منځنۍ آسیا تر خپل واک لاندې راولي او دا کار یو طرفه کړي. په افغانستان کې داعش، د منځنۍ آسیا لپاره د داعش معنا لري حتیٰ ادعا کېږي، چې داعش د افغانستان د جغرافیې لپاره نده او وروستۍ موخه يې د نورو قدرتونو لپاره د منځنۍ آسيا نيول دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version