په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه تحلیل

محمد صادق طارق

 

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ او د طالبانو له خوا د نوي حکومت تر اعلان وروسته، کارپوهانو اعلان وکړ چې د داعش د بیا را ژوندي کېدو خطر به د طالبانو لپاره د خپل هېواد د اداره کولو تر ټولو مهمه ننګونه وي.

ياده شوې مسله حتماً تحليل او څيړنې ته اړتيا لري، چې د افغانستان خاورې ته د داعش د لیوالتیا او نفوذ لاملونه څه دي؟ یا کوم لاملونه د داعش نفوذ ته لاره هواروي؟ د پورتنیو پوښتنو ځوابونه په لاندې ډول واضح کولای شو:

افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت، توکميز او بې له شکه د سياسي او امنيتي وضعيت له امله تل د جنګي ډلو د فعاليتونو د پټنځای په توګه پاتې شوى، چې يو پياوړى دولت د دې هېواد پر ټوله خاوره واکمن نه دى پاتې شوی، په داسې یو حالت کې چې یو حکومت نشي کولی په ټول هیواد کې خپل حاکمیت وغزوي، د دولت له کنټرول څخه بهر سیمې د جنګي ډلو د شتون لپاره غوره ځایونه دي.

له همدې امله د افغانستان جغرافیه په دې وروستیو کلونو کې له یوه مفسد حکومت سره وه، چې ظاهراً یې د اجیر او غلام ادارې مشري کوله، خو په حقیقت کې یې هر ولایت د یوه خپلواک هېواد رنګ درلود، د دې لپاره یې پوره زمینه برابره کړې وه، چې په دغه هېواد کې د داعش په څېر فتنه ګرې ډلې ته لاره هواره کړي.

څرنګه چې افغانستان د منځنۍ اسیا او د قاره هند ترمنځ د نښلولو پل دی، نو د داعش په ګډون د هرې جنګي ډلې لپاره یو مناسب ځای ګڼل کیږي. دا چې افغانستان د مختلفو هېوادونو لکه ایران، چین، پاکستان او نورو په ګاونډ کې پروت دی، د داعش لپاره د دغه هېواد لېوالتیا دوه برابره شوې ده.

امریکا چې د چین حریف او د ایران ښکاره مخالف دی، په پټه د داعش ملاتړ کوي او غواړي چې د دغو دوو هېوادونو په پولو کې خلک ځای پر ځای کړي چې امریکا ته د احتمالي خطر مخه ونیسي.

داعش د خپل ظهور له پیله د خپل زیاتوالي له امله له یو څه ماتې سره مخ کېدو، نو ځکه د ځینو شنونکو په باور، په افغانستان کې یې سیمې له ډېر پخوا چمتو کړې، که یوه ورځ په منځني ختیځ او عراق کې له ماتې سره مخ شي، د سوریې او عراق حکومت خپلې ځمکې بیرته ترلاسه کړي، نو دوی به په افغانستان، پاکستان او قبایلي سیمو کې خپل خلافت ته دوام ورکړي.

که څه هم دغه باور د ځینو شنونکو شخصي باور ګڼل کیږي، خو کمزوری ښکاري، ځکه داعش د قدرت غوښتونکو هېوادونو ګډه پروژه ده او دوی د کابل ادارې په همکارۍ په افغانستان کې دننه داعش رامنځته کړی وو.

په عراق او سوریه کې د تیلو د زیرمو له نیولو وروسته، داعش د شتمنیو او سوداګرۍ لپاره ځانګړې لیوالتیا درلوده او هیله یې درلوده چې د افغانستان په ځینو برخو کې د تسلط له لارې د پام وړ مالي سرچینې ترلاسه کړي.

د نفتو او ګازو دې زیرمو نه غیر افغانستان د زیرمو ارزښت شاوخوا درې زره ملیارد ډالره اټکل شوی و او داعش تل د ابن سیرین له کتابونو څخه د هغو د ترلاسه کولو د خوب په تعبیر کې استفاده کوله.

د داعش پروژه د بهرنیو قدرتونو او په سیمه کې د ځینو هېوادونو د اهدافو په چوکاټ کې رامنځته شوې ده، ځکه اوس مهال د نړۍ قدرتونه د یو بل د کمزوري کولو په لټه کې دي، امریکا، د داعش له ایډیالوژۍ څخه په استفادې د چین او روسیې په یو ډول خپل اقتصادي او سیاسي سیالان شا تګ ته اړ کړل او له افغانستان سره یې پانګونه او د سوداګریزو اړیکو مخه نیسي.

د دې مسلې تحلیل یوه ننګونه او لیرې مسله ده، هغه څه مو چې وړاندې کړل، په افغانستان کې د داعش د نفوذ د لیوالتیا د اصلي لاملونو په توګه معرفي کیدی شي. د ذکر شویو دلایلو سربیره، نور تحلیلونه هم شتون لري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version