پر ماشومانو د رسول الله مهرباني

پر خپلو اولادونو د رسول الله صلی الله عليه وسلم مهرباني بيخي متفاوته وه. ډېری وختونه به هغې کورنۍ ته لاړ چې د ده زوی ابراهيم ته به يې شيدې ورکولې، هغه به يې په غېږه کې ونيو، ډېر به يې ښکلاوه او مينه به يې ورسره کوله. کله چې اقرع بن حابس رسول الله وليد چې حسن يې په غېږه کې ونيو او ناز به يې ورکاوه، ويې ويل: «زه لس بچيان لرم، تر اوسه مې يو هم نه دی ښکل کړی». رسول الله ورته وويل: «څوک چې په چا رحم ونه کړي، رحم پرې نه کېږي». په بل روايت کې يې داسې ځواب ورکړی: «چې خدای دې له زړه د مرحمت و مهربانۍ حس وېستی وي، زه څه کولای شم؟»  په بل حديث کې راغلي: «د ځمکې په خلکو رحم وکړئ، چې د آسمان خلک درباندې رحم وکړي».

د خدای رسول به ماشومان ډېر خوښول. د ځان او د هغوی تر منځ يې هېڅ مانع نه پرېښوده. رسول الله به هېڅ کله داسې کار نه کاوه چې ماشومان ووېروي او منزوي يې کړي. ستر رسول، ماشومان له ريحان ګل سره تشبېه کړي او په هکله يې ويلي: « د ماشوم بوی د جنت بوی دی». ماشومانو چې به کله رسول الله وليد، ورمنډه به يې کړه او ورسره به کېناستل.

رسول الله به هم د ماشومانو پوښتنه کوله، هغوی ته به يې ناز ورکاوه او ټوکې پټاکې به يې ورسره کولې. د دغه سنت راژوندي کول زموږ د راتلونکي له پاره ډېر مهم دي. موږ هم بايد له ماشومانو سره د ستر رسول په څېر تعامل وکړو. له ماشومانو سره په تعامل کې، دوی ته رسول الله ورياد کړو، چې ماشومان زموږ جنت او موږ د دوی جنت شو.

حضرت انس بن مالک روايت کوي چې: « يو وار رسول الله صلى الله عليه وسلم په سجده پروت و، حسن و حسين رغلل او پر شا يې کېناستل. رسول الله صلى الله عليه وسلم د حسن و حسين تر ښکته کېدو پورې سجده اوږده کړه. څوک چې هلته وو، پوښتنه يې وکړه: «ای د خدای رسوله، سجده مو اوږده کړه». رسول کریم صلى الله عليه وسلم وويل: «کله چې مې زوی پر ملا را اوچت شو، نو تيزي مې ونه کړه».

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version