پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!

#image_title

المرصاد د ځینو معتبرو او مؤثقو امنیتي سرچینو څخه هغه لیست ترلاسه کړی، چې د روان ٢٠٢٤ز کال د جولای په ١٠مه نېټه د داعشي فتنه ګرو له یوې مهمې شبکې څخه ترلاسه شوی و او په پاکستان کې د داعشيانو لپاره مطلوب اشخاص پکې په نښه شوي وو. دا لیست له هغې شبکې ترلاسه شوی چې په دې وروستیو کې د سیمې په کچه د داعشیانو په یوه مهم پټنځای کې د وسلو او مهماتو سره نیول شوې وه، په یاد ليست کې د یو شمېر مهمو اشخاصو چې داعشيان یې د له منځه وړلو هڅه کوي، نومونه په لاندې ډول دي:

 

 

جمعیت علماء اسلام:

١. مفتي کفایت الله، د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د جمعیت علماء اسلام مسؤل؛

٢. حافظ حمدالله، په بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام د رهبري غړی؛

٣. مفتي صادق، د جمعیت علماء اسلام غړی او د وزیرستان د مشهورې نظامیې مدرسې مشر؛

٤. کرمه اجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولوي محمد انوار؛

٥. شمالي او جنوبي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام غړی مولانا حفیظ الله نظامي؛

٦. بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام غړی ایډووکېټ کامران مرتضی.

 

پي ټي ایم:

١. منظور پشتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، چې د پوځ خلاف څرګندونو له امله یې څه موده زندان هم تېر کړی دی؛

٢. نور باچا، د بلوچستان لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مسؤل؛

٣. نور الله ترین، د سِند صوبې لپاره د پي ټي ایم مسؤل، چې څو میاشتې زنداني شوی هم دی؛

٤. زکیم خان وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، نوموړی په وزیرستان کې زیات فعال دی، د ګیله من نږدې ملګری او یوځای ورسره بندي و؛ (یادونه: د ګیله من پښتین نوم هم په ياد ليست کې و، نوموړی څه موده وړاندې ووژل شو).

٥. قاسم اچکزی، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، نوموړی په بلوچستان کې زیات فعال دی؛

٦. لطیف وزیري، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مؤسسینو څخه دی او په وزیرستان کې زیات فعال دی؛

٧. بادشاه پشتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی، په وزیرستان او بلوچستان کې زیات فعال دی.

٨. د ملي ډموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان مخکنی غړی محسن داوړ چې د شمالي وزیرستان میران شاه اوسیدونکی دی.

 

په بلوچستان کې:

١. محمود خان اڅکزی، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر؛

٢. ماهرنګ بلوڅ چې د پاکستاني رژیم پر ضد د بلوڅانو مظاهرو کې مخکښه څېره ده؛

٣. ډاکټر سمیع الدین؛

٤. سردار اختر مينګل،

هرماس الافغاني
Exit mobile version