پاکستان څه غواړي؟

اویس احمد

 

دا چې د پاکستان هېواد د يو سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی، د دې پرځاى چې د حکومت په داخل کې اصلاحات راولي او مصارف کم کړي، دوى خارجي دُنيا خصوصاً غرب ته د سوال لاس اوږدوي، غربيان بيا ورسره مشروط کومکونه کوي، د دې لپاره چې پاکستان څو ډالر لاس ته راوړي او د ننه په هېواد کې په ملکي خلکو بريدونه کوي، بې ګناه عوام په شهادت رسوي او مسٶليت يې قراردادي خوارج داعش اخلي، دوى له يو طرف په همدې نوم چې ګواکې هېواد يې له ستونزو سره مخ دی، له غربه د کومک غوښتنه کوي، له بلې خوا داعش لپاره تبليغاتي کمپاين کوي.

تاﺯه يې د افغان مهاجرينو سره له ظُلمه ډکه فيصله صادره کړې، ددې مظلومو هلته سرمايې بندې دي، خپل شخصي کورونه لري، نشي کولاى پدې لږ وخت کې پاکستان پرېږدي.

همداشان په دې سختو شېبو کې په افغان حکومت فشار وارديږي، چې د هغوي د سکونت غم وخوري، خو پاکستان به بيا د دوى پرسر يوڅه کومک لاس ته راوړي.

داسې اواﺯې هم شته چې دا مهاجر کېمپونو ته به داعشي خوارج راوستل شي، د افغانستان اسلامي امارت په مقابل کې به ټرينينګ شي او په افغانستان کې به بل جنګ شروع شي، خو افغانستان له هغه حالت بهر شوى دی، کوم چې پاکستان يې فکر کوي او دغه فيصله ممکن د ګټې پرځاى زیات تاوان ولري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version