پاکستاني استخباراتو سره د داعشیانو د تبلیغاتي ادارې د تړاو موضوع لانجمنه شوې

له ډیرې مودې راهیسې د خوارجو د پاکستان د تبلیغاتي څانګې ترمنځ ژور اختلافات راروان دي او پر یو بل د جاسوسۍ او د خوارجو له منهجه د اوښتو تورونه لګوي.

اردو ژبې ته د خوارجو رسمي تبلیغاتي مواد د ندای حق، ناشر پاکستان او سوال گهر په نوم ادارې ژباړي او وروسته یې د خپلو آنلاین چېنلونو له لارې تکثیروي. خو دا درې واړه ادارې، چې په مجموع کې د پاکستان ولایت د اعلام ادارې اړوند کیږي، د یو شمېر نورو داعشیانو له سختو نیوکو سره مخ دي او چلوونکي یې له پاکستاني استخباراتو سره په تړاو درلودو تورن دي.

دا تورونه او اختلافات تر دې حده ژور دي چې د خراساني خوارجو رسمي خبرپاڼو کې جعل او تزویر کیږي او بیا یې دا کسان د یو بل پر ضد کاروي، دې چارې د خراساني خوارجو رسمي مراجع دې ته اړ کړې چې په رسمي ډول هغه کس تبعید او مطلوب اعلان کړي چې دا څرګندونې یې پیل کړې.

اصل ستونزه چیرې ده؟

د زبیر محسود (حافظ زبیر خان) په نوم یو پاکستانی داعشی د ندای حق له اړوندو رسنیزو ادرسونو سره په نږدې رابطه کې پاتې شوی دی. نوموړي د اردو ژبې د یلغار مجلې، خبرونو او پوسټرونو د ډیزاین په برخه کې له ندای حق سره کار کړی دی. هېره دې نه وي چې یلغار مجله د پاکستاني خوارجو نیمه-رسمي مجله ده او یوازینۍ مجله ده چې د پاکستاني خوارجو له تبلیغاتي ادارې د خپرېدو اجازه لري.

زبیر وايي د ندای حق چلوونکي، چې په سر کې یې د ابو معاویه او ابو حزام په نوم دوه پاکستاني وګړي دي، له پاکستاني استخباراتو سره نږدې تړاو لري، د داعشیانو معلومات راټولوي او وروسته یې له پټو پاکستاني ادارو سره شریکوي.

دا کس وايي چې د پاکستان د کراچي او سند لپاره د خوارجو د هجرت مسؤل عثمان په کراچي کې اوسېده او یو وخت خپلو ملګرو په داسې حال کې لیدلی و چې د پاکستاني پوځ له یوه ډګروال سره ناست و، خو د خوارجو مشرانو له دې شکایت سره سره نوموړی پر خپله وظیفه پرېښود.

د یادونې وړ ده چې د خوارجو په منځ کې پاکستاني داعشیان له وړاندې لا مشکوک وو خو دې وروستیو اختلافاتو پر پاکستانیانو د لوړرتبه داعشیانو باور نور هم کم کړی او هڅه کوي چې د چارو واګې په لاس کې ورنکړي او تر ډېره یې محدود وساتي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version