پاور يې مات شو!

لیکوال: مفتي حماس
د خدای دين فيصله کړې، څوك چې علماء قتلوي او د علماوو ويني بي ځايه تويوي رب په قهر کيږي او انتقام يې رب پخپله اخلي.
خوارج چې د علماوو ويني بي ارزښته بولي او د علماوو دشمني ته يې ملا تړلې دوی هم يو پر بل پرلپسې وژل کيږي او د دې هيواد جهادپاله خاوره د دوی له ژر څخه خلاصيږي.
په تيرو څو ورځو کې د هيواد په بيلابيلو ولاياتو او سيمو کې د خوارجو مشران په نښه او وژل کيدل دا د دې ښکارندويي کوي چې دلته د اسلام او د علماوو دشمن هيڅ کوم انتن نه ورکوي او داسې په بد مرګ به وژل کيږي تر څو لارویان یې عبرت ترې واخلي.
ننۍ تازه پيښه چې په بلخ ولايت کې يو شمير خوارج او د خوارجو مشران په نښه او وژل شوې په زړه پورې خبر دی.
يو ځل بيا پر خوارجو غږ کوو چې پردې ځامن نور د جګړو اور ته مه مخې ته کوئ، له خپلې دښمنۍ لاس په سر شئ او د اسلامي نظام ننګه او ملاتړ وکړئ.
هر څوك چې د موجوده نظام په مقابل کې سر راپورته کوي وژل کيږي به.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version