ټاپي د هیلو او ناهیلیو منځ کې یو ځل بیا هیلې زرغونې کړې

رحمت الله فیضان

 

د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۵مه د هېواد په غرب (هرات ولایت) کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوه ورځنۍ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه، په دغه ناسته کې د ترکمنستان د پلاوي مشري د دغه هېواد د کابینې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی رشید مردوف کوله، چې په څنګ کې ورسره د ترکمنستان د ترانسپورت رئیس ښاغلی محمد خان چاقایف، د ترکمن ګاز د دولتي شرکت رئیس ښاغلی مقصد بابایف، د ترکمنستان د ریل پټلۍ رئیس ښاغلی آزاد آتامر ادوف د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د بریښنا د انتقال رئیس مراد ارتیکوف په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر ښاغلی خواجه عوضوف او ځينو نورو چارواکو برخه درلوده.

د افغانستان له اړخه هم یو لوړ پوړي هیئت چې مشري یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی مولوی امیرخان متقي کوله او په څنګ کې ورسره د تجارت وزیر ښاغلی نورالدین عزیزي، د معدن او پترولیم وزیر ښاغلی شیخ شهاب الدین دلاور، د ترانسپورت وزارت معین ښاغلی ملا عبدالسلام حیدری، د بریښنا شرکت د برنامو رئیس انجنیر محمد نجیب شریفي، د اوسپنې پټلۍ رئیس ښاغلی بخت الرحمن شرافت، په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر ښاغلی فضل محمد او ځیني نور فني کسان ورسره وو، چې په دغه دوه اړخیزه ناسته کې یې برخه واخیسته.

د دې دوه اړخیزې ناستې محوري موضوعات د بریښنا انتقال، ریل پټلۍ، ترانسپورت، تجارت او د دې ترڅنګ زیات بحث د ټاپي په پروژه را وڅرخېد.

د غونډې په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په خپله افتتاحیه وینا کې وویل: زمونږ او ستاسو هېوادونه په بیلابیلو برخو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصتونه لري او زمونږ ستاسو په ګډو هڅو سره هیله من یو، چې په نږدې راتلونکي کې لویې پروژې پیل کړو، چې بې له شکه د دواړو هېوادونو او ولسونو په ګټه دي، د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي په تخنیکي او پاتې برخه کې ټول چمتوالی لري.

ترکمنستان د ۱۹۹۱ کال په ډسمبر کې د پخواني شوروي اتحاد له جلا کېدو وروسته، جنوبي آسیا ته د ګازو د لېږد هڅې پیل کړې، کله چې اسلامي امارت په ۱۹۹۶ میلادي کال کې واک تر لاسه کړ، له ترکمنستان سره یې د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره رسمي خبرې پیل کړې، دا چې دا پروژه د اسلامي امارت په تېر دور کې عملي نه شوه، علت یې د روسیې او امریکا ترمنځ رقابتونه وو.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو په ۲۰۱۰، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو کې درې ځلې د ټاپي په اړه سلا مشورې وکړې.

وروستۍ ناسته په ۲۰۱۸ کال کې د هرات په کوربه توب ترسره شوې وه، په دې غونډه کې د ټاپي پروژې د پیل ترڅنګ د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد، د اورګاډي پټلۍ او فایبر نوري پروژې هم پیل شوې، خو د ټاپي پروژه لا نه ده بشپړه شوي.

ټاکل شوې وه چې د ټاپي پروژه په ۲۰۲۰ کال کې ګټي اخیستني ته وسپارل شي، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته شوي، په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تازه دوه اړخیزي ناستې یو ځل بیا د ټاپي په اړه د هیلو او ناهیلو منځ کې یو ځل بیا هیلې را زرغونې کړې.

همدارنګه په تازه دوه اړخیزه ناسته کې افغاني لوري هیله څرګنده کړه، چې د هرات په ولایت کې د نورالجهاد په نامه د بریښنا سب سټیشن کار راتلونکي میلادي کال د مارچ تر میاشتې بشپړ شي او ګټي اخیستني ته چمتو شي.

په هرات کې د نورالجهاد سب سټېشن د پروژې په بشپړېدو سره، به په دغه ولایت کې د برېښنا د کمبود ستونزه په اساسي توګه حل شي او د بریښنا په برخه به تر ډېره اړتیاوې پوره شي، په ياده پروژه اته ميليونه څلور سوه نهه اتيا زره درې سوه شپږ پنځوس ډالره لګښت راځي، چې د بریښنا شرکت له بودیجې څخه ورکول کيږي.

په ناسته کې افغان لوري دا هم وویل: چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري او ترانزیت یو بل ښه فرصت دی، چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ته ګټه رسوي، موږ د تل په څېر، ټینګار کوو چې په افغانستان کې جګړه اوس پای ته رسیدلې ده، سرتاسري امنیت راغلی دی او یو مسؤل او همکار حکومت را منځته شوی دی، دا د ترکمنستان لپاره یو ښه فرصت دی، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ د زیاتولو په برخه کې ګډ کار وکړو.

د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزې ناستې په څنډه کې د دولت د کابینې غړو د هرات د خلکو په یوه ستره ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ، دا ستره غونډه د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نامه په دوه زره کسیز تالار کې را بلل شوي وه.

دغه تالار چې په ۱۳۸۷ هجري لمریز کال کې د دوو ملیونو ډالرو په لګښت ګټي اخیستنې ته وسپارل شو، د عامه او رسمي غونډو لپاره کارول کیږي، دغه تالار چې د سیمنا په شکل جوړ شوی، د کلتوري، تعلیمي او هنري فلمونو د نندارې لپاره هم ترې کار اخېستل کیدای شي، ددې تالار ستره ځانګړنه دا ده چې په یو وخت کې د دوه زره کسانو ګنجایش لري.

ولسي غونډې ته په پیل د معدن او پترولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلی شیخ شهاب الدین دلاور وینا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل: هرات د اسلام په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او د سترو-سترو علماو کور او مدفن دی، زه خوشحاله یم چې د علماوو په کور کې له خپل ولس سره د آمن، آزادي او له فساد څخه پاکه فضا کې ناسته کوم، موږ د خپل ولس په مرسته خپل استقلال او آزادي تر لاسه کړي ده، د اسلامي امارت په راتګ سره د قدرت جزایر له منځه وړل شوي دي، قومي ،مذهبي او سمتي تبعیضونه د محوه کېدو په حال کې دي، ډلې او ټپلې ختمې شوي دي، اوس یو مرکزي حاکمیت را منځته شوی، مرکزي حاکمیت یو ستر نعمت دی، چې کلونه-کلونه له موږ څخه اخیستل شوی وو، خو اوس الحمد لله واحد حاکمیت لرو، د واحد حاکمیت ګټه دا ده؛ چې ټول ولس په یوه غولي را ټوله وي، واحد حاکمیت چې چیرته نه وي، هغه هېوادونه پاشل کېږي، که په کوم ځای کې له کوم چا سره ظلم کېږي یا بې عدالتي ورسره کېږي یا یو څوک فساد تر سره کوي دا د نظام عمل نه بلکې یو فردي عمل دی او عامل به یې خدای جل جلاله رسوا او شرمنده کړي، دا نظام موږ په آساني نه دی تر لاسه کړی، په دې لار کې سترې-سترې قربانۍ ورکړل شوي دي.

ښاغلي دلاور د اقتصاد په برخه کې وویل: په دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري هرات ته خاصه توجه شوې ده، دلته د معدنیاتو ستر-ستر قراردادونه تر سره شوي دي، د اوسپنې د معدن قرارداد ډېر په دقت سره ترسره شوی، هڅه کوو چې هرات د اوسپنې په ستر صادراتي مرکز بدل کړو، چې په دې سره به د هرات راتلونکي نسلونه له اقتصادي ستونزو وژغورل شي، د ترکمنستان له هیئت سره مو تیره ورځ د ټاپي په اړه مفصل مجلسونه وکړل، په لومړي سر کې به د هرات خلکو ته ګاز وویشل شي، په دې برخه کې له شخصي شرکتونو څخه هیله کوو، چې د هرات په ښار کې د ګازو شبکې د غځولو په قراردادونو کې پانګونه وکړي. هرات او غور به سره وصل کړو ۳۵۰ کیلو متره سرک به له هرات څخه تر غوره په اساسي ډول د معدنیاتو له عوایدو څخه ورغول شي او همدا راز د هرات حقلوي سرک چې ۱۷۰ کلیومتره اوږدوالی لري، هم د معدنیاتو له عوایدو څخه ورغول شي.

غونډې ته د تجارت او صنعت وزیر هم خبرې وکړې، هغه زیاته کړه: چې په نږدې راتلونکي کې به تاسو ته ډېر ښه اقتصادي زیري ولرو، سترې-سترې پروژې تر کار لاندې دي، د دې ملت یوه روپۍ به هم بې ځایه نه مصرفیږي، ملي عواید به په پوره امانتدارۍ د دې ملت په ګټه مصرفیږي. موږ غواړو چې زموږ راتلونکي نسلونه آرام او سوکاله ژوند وکړي، په هرات کې په بین المللي سټندردونو برابر یو صنعتي ښار ګوټی جوړول په نظر کې نیول شوی، چې دا د هرات د خلکو لپاره یو ستر زیری دی. په راتلونکي نږدې کې به موږ د خود کفایي پر لور ګړندي ګامونه واخلو، ترڅو د نورو له احتیاج څخه نجات پیدا کړو. د تجارت وزیر دا هم وویل: چې د اسلامی امارت ټول مخارج له مشروع لارو پوره کیږي او ټول سودي او ربوي سیستمونه له منځه تللي دي.

د غونډې په پای کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: هرات په افغانستان کې یو ځانګړی ځای لري، همدا راز هرات د امارت د مسؤلینو په آذهانو کې هم ځانګړی ځای لري، تاسو شاهدان یاست چې په دې ولایت کې سترې-سترې پروژې پرانستل کیږي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره مو د ریل پاتلۍ د غځولو په برخه کې خبرې وکړې، همدا راز مو د ټاپي د پروژي د پیلېدو په اړه خبر وکړې او همدا راز د برق په اړه هم یادونه وشوه.

د اقتصاد په اړه ښاغلي متقي وویل: زموږ د هېواد پیسه(افغانۍ) د ګاونډیانو په نسبت ورځ تر بلې لوړیږي او د جهان په سطحه یوازنۍ کرنسي ده چې د ډالر په مقال کې پورته روانه ده. د شفافیت په برخه کې افغانستان ۴۴ قدمه مخته تللی دي، نرخونه کنټرول شوي دي، امارت ټولو تاجرانو او صنعتګرانوته ډاډ ورکړی چې په هره برخه کې پانګونه وکړي، له ګاونډیانو سره زموږ ټول بندرونه پرانستي دي، دا د اقتصاد او د نرخونو په را ټیټولو کې مهم نقش لري، سترې-سترې ارزښتناکه پروژې تر کار لاندې دي، د نفتو د استخراج لړۍ روانه ده، قوشتېپه ګټي اخیستو ته نږدې شوي ده. سالنګونه د افتتاح په درشل کې دي.

کله چې استعمارګران وغواړي چې یو هېواد اشغال کړي نو د ولس مشران په فساد اخته کوي او کشران یې د مواد مخدرو توکو په استعمال. اوس مخدره مواد له منځه تللي او معتادین تر درملنه لاندې دي او دا ډېر ستر تحول دي.

 

د دیپلوماسۍ په برخه کې د بهرنیو چارو وزیر وویل: په اکثرو هېوادونو کې د چین، روسیې او ترکیې په شمول زموږ سفارتونه پرانستي دي او ځیني نور بیا له موږ سره په تعامل کې دي، چې دا یو سیاسي پرمختګ دی، تاسو په جریان کې یاست چې چین خپل رسمي سفیر را ولېږل او زموږ رسمي سفیر یې ومنل، موږ الحمد الله په داېي انزاو کې هم نه یو، لکه دا ځیني چې تبلیغات کوي.

ځيني کسان د ټول شموله حکومت پر تشکیل ټینګار کوي، که د ټول شموله معنیٰ دا وي؛ چې د ټولو اقشارو وګړي، د ټولو قومونو او مذاهبو وګړي دې، حکومت کې برخه ولري نو زموږ په کابینه کې د ټولو اقوامو او اقشارو خلک ګډون لري او که یې معنی دا وي چې د استخباراتي پروژو کسان دې په حکومت کې برخه ولري، دا محاله ده.

د بهرنیو چارو وزیر، پخوانی جنګسالار قومندان اسماعیل خان ته هم اشاره وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: قومندان اسماعیل خان ته مې د آرام ژوند ډاډ ورکړ، په ډېر عزت مې خپل کورته ورساوو، غوښتنه یې را څخه وکړه، چې ناروغ یم ایران ته ځم، په ډېر عزت مې ایران ته ولېږو، خو بد بختانه زموږ احترام یې له پامه وغورځاوو او یو ځل بیا یې پر مخالفت خوله پرانسته، تاسې تجربه لرئ که ټول پخواني تنظیمونه هم سره یو ځای شي بیا هم د افغانستان د کنټرول توان نه لري، مجبور دي، چې د خپل ځان د ساتلو په خاطر یو ځل بیا خارجیان را وغواړي، خو د خارجیانو بیا ځلي راتګ، خواب است، خیال است، محال است و جنون؛ نن هیڅوک د دې جرأت نه لري چې افغانستان ته کاږه را وګوري.

د خوشحالۍ ځای دا دی! چې په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه اړخېزه ناسته د کامل او ډاډمن امنیت په فضا کې پای ته ورسېده، د سوکاله، آرام او آباد افغانستان په هیله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version