ولې د آزادۍ جشن په باګرام کې؟

احمد منصور

#image_title

تېره چهارشنبه د اسد ۲۴ مه؛ چې د ا.ا د فتحې او د امریکايي اشغال د ماتې درېمه کليزه وه؛ د هېواد په ټولو برخو کې په شانداره توګه، د ملت او حکومت له لوري ولمانځل شوه، د افغانستان په تاريخ کې داسې کم پېښ شوي چې آزادي په واقعي توګه لمانځل کيږي، په دې معنا چې پوره خپلواکه او مستقله یو.

 

تېر شل کاله د اسد ۲۸ مه؛ چې له انګريزانو څخه د آزادۍ ورځ ده، د جمهوریت ادارې له لورې په داسې حال کې لمانځل کېده؛ چې آزادي يې نه پېژنده، د امریکایې ځواکونو شتون او د دوی غلامې ور ته ازادي ښکارېده، په ملت يې داسې ګمان کاوه؛ چې ازادي نه پېژني، د دوی په شعارو تېر وتي دي، خو ملت د ريښتینې ازادۍ اتلان ښه پېژندل، له هغوی سره د ازادۍ په راوستلو کې همداسې اوږه په اوږه ودرېدل لکه نن چې یې لمانځلو کې ور سره ولاړ دي.

 

د ا.ا.ا له لوري د ازادۍ لمانځنې انداز ډېر جالب وو، خپل معنوي، مادي، سياسي او اخلاقي ځواک يې وښود، په باګرام یا په بله اصطلاح د اشغال مهال نومول شوې کوچنۍ امريکا کې، نظامي رسم ګذشت کول؛ له ځان سره خورا زيات پيغامونه مختلفو مراجعو ته درلودل.

 

۱- امريکا ته: دا چې په امريکا کې انتخاباتي منډې ترړې دي؛ کانديدان یې د خپل کمپاين او ملت د تېر ایستو په موخه، په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه په يو بل اچوي، څه موده وړاندې ټرمپ وويل، چې جوبايډن باګرام پرېښود، که زه وای ما نه پرېښود، د ده په وينا که واک ته ورسېږي، په طالبانو به ومني چې باګرام ور کړي، خو دا په داسې حال کې چې په دوحه کې د اشغال د خاتمې تړون د ټرمپ له ادارې سره لاسلیک شو، که دا کار يې کولای شوای ولې يې ونه کړ؟

 

د ا.ا.ا په باګرام کې د ازادۍ لمانځنې؛ امريکا/خصوصاً ټرمپ د شيطاني خوبونو د رښتيا کېدو له اُميد منعه کړ، ورته وه يې ښودل؛ چې ستاسو ټانګونه او طيارې په موټرسايکل ناستو طالبانو پسې شاته/پاس په عاجزۍ روانې وې، باګرام اوس د هېواد اصيلو بچيانو واک کې دی، د بيا اخيستو هيلې مو پرې کړئ.

 

۲- لاسپوڅې ادارې ته: دا هغه باګرام دی؛ چې بابا مو د ټرمپ ليدو ته له ارګ ورغی، خو ټرمپ د خپلو فوځيانو په کتار کې ودراوه، هغه باګرام چې مشران به مو د امريکايانو سلامۍ ته ورتلل، خو نن طالب پکې د هم هغې امریکا ماته او ترې اخيستې آزادي لمانځي، تاسو هم بايد اُميدواره و نه اوسئ، د ا.ا.ا د ملت ارزښتونه ښه پېژني، د خاورې له اهميت خبر دي، تاسو وليدل، چې د ازادۍ د لاسته راوړلو په موخه یې څومره بې ساري قربانۍ ورکړې.

 

۳- ګاونډيانو/سيمې ته: باګرام زمونږ لپاره ډېر ارزښت لري، هيڅ چا ته یې د اشغال اجازه نه ورکوو، مونږ له پرديو سره خورا حساسيت لرو، د نړۍ سفارتونه په اُصولي/قانوني توګه منلای شو، خو دلته نظامي حضور يې هيڅ کله نه منو، تاسې پوه شئ، چې د افغانستان په اشغال کې د نورو مرسته، به تاسې تباهۍ ته ټېل کړي، هېله ده مؤقف مو وپېژنئ.

 

خلاصه دا چې طالب ډېر ځيرک سياست مخ ته وړي، د رب په فضل دا انګيرنه چې مسلمان، افغان، سياست او حکومتولي نه شي کولی؛ درواغ او باطله ثابته کړه، څه چې د افغان د محوې په موخه راوړل شوي وو؛ نن د افغان نظامي قوت دی، دښمن دا درک کړې ده؛ چې مونږ ماتې وخوړه، دوی بریالي شول، نور خپلو موخو ته نه شو رسېدای، افغان مسلمان أمت سره يو دی.

Exit mobile version