ولې داعشیانو د اسرئیلو څخه بخښنه وغوښته؟

شهاب الأفغاني

 

د داعشي خوارجو ایجاد او د خلافت دعوه د اسلام، مسلمانانو او د اسلامي خلافت د إحیاء لپاره نه ده، بلکې د امریکا او یهودو د حفاظت او د اسلام د سر سخته دښمنانو د ګټو د خونديتوب لپاره ده.

داعش چې د امریکایانو او اسرائیلو مشترکه پروژه ده، نو په همدې خاطر یې په سوریه او عراق کې د خپلو سیاسي ګټو ترڅنګ پرې اقتصادي ګټې هم خوندي کړي دي. مګر د داعش په ليکو کې ډیری داسې جهاد پال زلمي ورګډ شول چې د امریکا او اسرائیلو د ګټو په خلاف یې د جهاد میدان ته ودانګل، مګر هر څه بدل وو، ځکه د داعشي خوارجو بنیاد بیا اسلام وژونکو اېښی و.

 

داعش په ۲۰۱۷ کال د نومبر په میاشت کې د جولان په سيمه کې په اسرائیلي پوځیانو ډزې وکړې، چې د بريد په پایله کې څلور داعشیان د چورلکو او د ټانکو په ځوابي ډزو کې ووژل شول. د پیښې وروسته داعش ډلې د اسرائیلي اشغالګرو څخه بخښنه وغوښته.

 

د اسرائیل ټایمز په حواله، په کال ۲۰۱۷ د جنورۍ میاشتې په ۱۸ نېټه د اسرئیلو دفاع وزیر موشه یلعون په عبري پوهنتون کې وویل: «داعش زموږ څخه د سوریې پر پوله د جولان په ساحه کې په اسرائیلي ځواکونو باندې د برید کولو بخښنه وغوښته».

 

موشه شعلون او د پوځ سرتېرو د داعش ډلې د بخښنې په اړه زیات وضاحت ونه کړ.

 

داعش ډله نه يواځې د اسرائیلو څخه بخښنه غوښتې، بلکې د یهودو په سر سخته مخالفینو یې د تکفیر او ارتداد فتویٰ هم لګولې ده.

داعشي خوارجو د کتائب القسام د جهادي ډلې یو مجاهد الزینه نومې ځای کې نيولی او په شهادت یې رسولی.

د کتائب القسام دا مجاهد چې موسیٰ أبو ذمار  نومېږي، د داعشي خوارجو د محکمې لخوا پرې ځکه د ارتداد حکم وشو چې نوموړی مجاهد د اسرئيلو صیهونیانو په وړاندې جهاد کاوه، چې د داعشي خوارجو له لورې په بې رحمانه ډول په شهادت ورسول شو.

کتائب القسام هغه جهاد پال ځوانان دي چې په دې وروستیو کې یې د صیهونیسي رژیم په یهودانو باندې خوبونه حرام کړي او ګڼ شمېر یې د جهنم کندې ته رسولي دي.

داعش په ټوله نړۍ کې د اسلامپاله جهادي ډلو سره تل مخالفت ښودلی او د خپلې ډلې پرته څوک مسلمان نه بولي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version