څو ورځې مخکې د تحریک طالبان پاکستان اړوندو مجاهدینو د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان څخه، د پاکستان یو پوځي کرنل خالد، مرستیال کمیشنر آصف او د نادرا ادارې یو افسر فهد میر وتښتول.
د دې دریو لوړ پوړو چارواکو تښتونې د پاکستاني پوځ د “خوندي پاکستان” دعوې له ننګونو سره مخ او د پوځ پر مسلکي وړتیا یې لویې پوښتنې راپورته کړي دي، څنګه کېدای شي، چې یو پوځ دې د ټولو خطرونو خبرتیا ولري؛ خو بیا دې هم د خپلو افسرانو په ساتنه کې پاتې راشي؟
د پاکستان پوځ او حکومت د دوی د هېواد دننه کیدونکي ټولې پيښې پر افغانستان ور تپي، خو د دوی د افسرانو له تښتونې وروسته به څه ځواب لري؛ چې څنګه په سپینه ورځ د دوی افسران د هغوی له دفترونو او کوڅو تښتول شوي؟
ښکاره ده چې ټي ټي پي د پاکستان په خپله خاوره کې موجوده ده او ښکاره مرکزونه لري.
د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځ د قبایلي مشرانو د جرګې له لارې؛ د خپلو افسرانو د خوشې کولو لپاره له تحریک طالبان پاکستان سره اړیکه نیولې وه، د جرګې مشرانو په ډیره اسماعیل خان کې د طالبانو له قوماندانو سره د هغوی په مرکز کې لیدلي او د افسرانو د خوشې کولو خبرې یې کړې دي.
اوس پوښتنه دا ده، چې قبایلي مشران په سیمه کې د طالبانو د مرکزونو په اړه معلومات لري او جرګې ور سره کوي، خو د پاکستان پوځ او ادارو ته د دې مرکزونو ځایونه نه دي معلوم؟ نه! دوی دغه سیمو ته په ورتلو سره د خپلو افسرانو د ژغورنې جرأت نه کوي، ځکه دوی په قبایلي جرګه تکیه کوي؛ چې دغه مسئله حل کړي.
دا د حیرانتیا خبره ده؛ چې پاکستاني ادارې د خپل هیواد دننه د ټي ټي پي مرکزونه نه ویني، خو په سلګونو کیلومتره لیرې په افغانستان کې ورته بیا خالي مرکزونه او افراد ښکاري او شمېرلای یې هم شي، د پاکستان پوځ او چارواکي دي د تورونو لګولو پر ځای خپل فعالیت ته پام وکړي، تر څو په هیواد کې یې امن ټینګ شي، تاسو د بل چا په ملامتولو شاید خپل خلګ د لنډ مهال لپاره وغولوئ، خو په دې سره حقیقت نه شئ بدلولای.