دا کیسه د نن نه شاوخوا اته لسیزې وړاندې ده، هغه مهال چې تازه تازه د برتانوي پوځونو له خوا متحد هند په دوو ټوټو ووېشل شو او یوه برخه د هند او بله برخه د پاکستان او بنګال په نومونو ونومول شوه. د مسلمانانو اکثریت لرونکو سیمو په اړه پرېکړه دا وه چې هغه به پاکستان ته وسپارل شي، چې په دغو کې د کشمیر نوم هم شامل و.
خو کله چې دواړه لوري د خپلو خپلو برخو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې شول او د سرحدونو د وېش مسئله تر بحث لاندې راغله، نو د هند اړخ په څرګنده توګه د کشمیر د سپارلو نه انکار وکړ او ویې ویل چې هېڅکله به هم کشمیر پاکستان ته ونه سپاري.
دې کړکېچ نږدې یو کال دوام درلود. بالاخره پرېکړه وشوه چې کشمیر به د زور او ځواک له لارې ترلاسه کېږي او جګړه به وروستۍ فیصله کوي. له همدې امله د هغه وخت د پاکستان مشر محمد علي جناح د پوځ لوی درستیز جنرال ګریسي ته امر وکړ چې پر کشمیر برید وکړي او پوځ ته هدایت ورکړي چې په بیړه د جګړې له لارې د کشمیر راتلونکی وټاکي. خو محمد علي جناح هغه وخت ډېر حیران شو، کله چې جنرال ګریسي په ښکاره توګه دا امر رد کړ او ویې ویل چې پوځ به هېڅکله د کشمیر جبهې ته ونه وځي.
جنرال ګرېسي چې د برتانوي پوځ څخه و، او پاکستان هغه مهال کوم منظم مسلمان قوماندان نه درلود، نو ځکه د پوځ قومانده هماغه برتانوي افسرانو ته سپارل شوې وه، جنرال ګرېسي د همدې لړۍ دوهم مشر و چې د پاکستان د پوځ مشري پر غاړه وه.
اوس پوښتنه دا ده چې جنرال ګرېسي ولې د پاکستان د بنسټګر او د هغه وخت تر ټولو لوی حاکم امر ونه مانه؟ د دې په اړه تر اوسه خلک بېلابېل ځوابونه ورکوي، خو خپله جنرال ګرېسي چې څه لیکلي، د هغې لنډیز او اصل دا دی چې د هغه په نظر، د هند له هندوانو څخه زیات، پاکستان باید له افغانستان د مسلمانانو سره خپله دښمني زیاته کړي. د همدې لپاره، جنرال ګرېسي هڅه وکړه چې محمد علي جناح ته د دلایلو په وړاندې کولو سره قناعت ورکړي. دا روښانه نه ده چې جناح دا خبره ومنله که نه، خو هغه بې له شکه د پوځ په وړاندې یو څه بې وسه او مجبور وو.
جنرال ګرېسي درې کاله پرله پسې د پاکستاني پوځ روزنه وکړه، او په دې اوږده موده کې یې تر ټولو ډېره هڅه دا وه چې د پاکستاني پوځیانو په زړونو کې د افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې کرکه ځای پر ځای کړي، او په دې کار کې تر یوه حده بریالی هم شو او بیا متقاعد شو، برتانوي پوځونه چې د نړۍ د نیولو لپاره راوتلي وو او په ډېرو ځایونو کې یې بریاوې هم ترلاسه کړې وې، خو په افغانستان کې یې پرلپسې ماتې وخوړې او د ذلت نه ډکې ناکامۍ سره مخ شول. تاریخ تر دې حده شاهدي ورکوي چې څو ځله خو برتانوي پوځونه بشپړ له منځه ولاړل او حتی یو هم ژوندی پاتې نه شو تر څو د پېښې عیني بیان ثبت کړي.
له همدې امله دا طبیعي خبره ده چې لویې برتانیې له افغانستان سره ژوره دښمني لرله. د دې دښمنۍ د غچ اخیستلو لپاره یې بېلابېل پلانونه او خطرناک تدابیر جوړ کړل، چې دا ټول په تاریخ کې څرګند دي. خو له دې ټولو خطرناکو طرحو څخه هغه یو یې ډېر خوښ کړ، هغه دا چې د پاکستان پوځ ته دا باور ورکړي چې ستاسو ازلي او ابدي دښمن هند نه، بلکې د افغانستان مسلمانان دي؛ تر څو هغوی تل د افغان مسلمانانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شي او دا دښمني یې په فطرت کې ځای ونیسي.
جنرال ګریسي چې دې پوځ ته کومه روزنه ورکړې وه، او څنګه یې د هغوی په زړونو کې د کفارو او مشرکانو په پرتله د مسلمانانو پر وړاندې لا ژوره کرکه واچوله، او د بغض او دښمنۍ تخمونه یې وشیندل، د هغې څرګندونه یوازې د افغانستان پر مسلمانانو نه، بلکې د پاکستان پر مظلومو مسلمانانو هم په ډېر شدت سره وشوه. کشمیر تر ننه پورې له هندوانو آزاد نه شو، خو د قلات او سوات ریاستونه چې د مسلمانانو په لاس کې وو، او له دواړو سره محمد علي جناح تړونونه هم شوي وو، همدې پوځ پرې سخت یرغلونه وکړل. تړونونه یې تر پښو لاندې کړل، او د بمبارۍ له لارې یې پر ځمکه هر هغه موجود له منځه یووړ چې یا یې د خپل حق غوښتنه کوله، او یا یې دې پوځ ته د مسلمان د ورور په سترګه کتل.
د قلات د خان کورنۍ یې د بخښنې په وعده له غرونو راکښته کړل، خو کله چې راکښته شول، نو د دوی سره ناروا چلند وشو، د ژمنو خلاف، هغوی یې په داسې بېرحمۍ ووژل چې ان له حیواناتو سره هم هغه ډول سلوک نه کېږي. د دې پوځ په سرشت او بنسټ کې چې د مسلمانانو پر وړاندې دښمنۍ ځای نیولی و، نو د نړۍ په هر هغه ځای کې چې ورته فرصت برابر شو، د مسلمان وینې تویولو څخه یې هېڅ ډډه ونه کړه. د مسلمانانو غاړې یې د خپلو تېزو خنجرونو په ګوزارونو داسې پرې کړې لکه هېڅ رحم او شفقت چې نه وي.
د فلسطین هغه مظلوم مسلمانان، چې دا پوځ یې د نړۍ له پیاوړو پوځونو څخه ګاڼه، د همدې پوځ په لاسونو د ګازرو او مولیو په څېر پرې پرې شول. او تر نن ورځې پورې هر فلسطینی په خپل زړه کې د یهودو له ظلمونو نه هم زیات د همدې پوځ د غدارانه بریدونو یاد ساتلی دی. له روس سره په جګړه کې ښکېل، د عربي نړۍ پورې تړلي سلګونه او زرګونه مجاهدین دا باور درلود چې که ټوله نړۍ هم ورسره دښمني وکړي او هېڅ مرسته ورسره پاتې نه شي، نو د پاکستان پوځ خو یو اسلامي پوځ دی، لږ تر لږه به زموږ ساتنه وکړي. د همدې هیلې او باور پر بنسټ، دغو مجاهدینو خپل هر څه د همدې پوځ په لار کې قربان کړل.
هغوی خپلې پلرنۍ شتمنۍ په خپلو وطنونو کې یو په بل پسې خرڅولې، تر څو دا پوځ پیاوړی کړي او ملاتړ یې وکړي.
کله چې امریکا بېدلیله له عربو سره دښمني واخیسته او دواړه یو د بل پر وړاندې ودرېدل، نو د دغو مجاهدینو هیلې بیا هم د همدې پاکستانی پوځ پورې تړلې وې. خو هغوی هغه مهال سخت حیران او بېوسه شول، کله چې همدې پوځ د امریکا له غوښتنې نه مخکې، یو په بل پسې خلک په نښه کړل—ځینې یې ووژل او ځینې نور یې ژوندي ونیول او ژوندي یې امریکا ته وسپارل، تر څو خپله د مسلماندښمنۍ څرګند ثبوت وړاندې کړي.
مسلماندښمني چې پخوا د دوی په سرشت کې وه، اوس یې یو عادت جوړ شوی. عرب وو، که فلسطینیان، که بنګالیان او برمیان، او که افغانان هیڅوک ترې خوندي نه پاتې کېدل. آن تر دې چې وروسته یې د خپلو هېوادوالو مسلمانانو پر لور د توپ خوله هم واړوله. له کراچۍ نه تر پېښوره، او له کوټې نه تر اسلاماباده پورې، په هر ځای کې یې خپل مسلمان وروڼه نیول، او امریکا ته یې د “اصلي مسلمانانو” په نوم سپارل. له یوې خوا یې له امریکا ډالر ترلاسه کول، او له بلې خوا یې د زړه پټه دښمني ښکاره کوله.
کله چې امریکا ته د سپارل شوو کسانو شمېر زیات شو او نور یې له منلو انکار وکړ، نو بیا همدې پوځ خپل خلک په نښه کړل. د بلوچستان خلک یې په وینو ولمبول، کلي او بانډې د پوځ تر محاصرې لاندې راغلې، او له هوايي بریدونو څخه نیولې، تر ماشومانو او سپین ږیرو پورې هېڅوک ترې خوندي پاتې نه شول. د خیبر پختونخوا په ټوله سیمه کې یې پر کورونو چاپې ووهلې، او هر ځل یې د ظلم او وحشت یو نوې داستان ولیکو. په سند، په ځانګړي ډول په کراچۍ کې، خلک یې د بېلابېلو تورونو لکه “القاعده” او “لشکر جھنګوي” په نومونو نیول، زرګونه کسان یې ژوندي ورک کړل، او یا یې د زندانونو تر شا داسې بنديان کړل چې ژوند یې ورته دوزخ شو.
په پنجاب کې یې د پولیسو لخوا مرموزې وژني پیل کړې، او د امت مسلمان ځوانان، سپینږیري او د ټولنې بېلابېل قشر یې په زرګونو ووژل او له منځه یې یووړل. د هغه پوځ روزنه چې د مسلمان د وینې تږی ساتل شوی وي، او بنسټ یې د مسلمان پر وړاندې په کینه، دښمنۍ او نفرت اېښودل شوی وي، تر ننه پورې هماغه لاره تعقیبوي. خو ستونزه دا وه چې له ډېرې مودې راهیسې ورته کوم پلمه په لاس نه ورتله.
بالاخره، کله چې یهودو له خپل لوېدیځ ملاتړي سره یوځای د فلسطیني مجاهدینو د ځپلو پرېکړه وکړه، نو د دې پوځ پخوانۍ هیله پوره شوه. لومړی یې ځان د هغوی مخې ته وړاندې کړ، تر څو د مسلمان وینې تویولو لپاره چمتووالی وښيي. خو ځکه چې دا کار وخت ته اړتیا لرله، نو د بلې لارې په لټه کې شول.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره د بګرام هوايي اډې له لاسه وتل او په افغانستان کې د پاتې شوو وسلو موضوع مهمه وه. له همدې امله، یاد پوځ له خپله ځانه د افغان مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ لاره غوره کړه، او د بېلابېلو پوځي مرکزونو پر لور یې بریدونه پیل کړل، څو خپله موخه څرګنده کړي. خو داسې ښکاري چې دې کار یې لا هم د زړه غوښتنه نه وه پوره کړې، تر دې چې وروسته یې یو حساس وخت وټاکه. د رمضان میاشت یې غوره کړه، او بیا یې په همدې میاشت کې د لیلة القدر مبارکې شپې شاوخوا وختونه وټاکل. آن تر دې چې د همدې مبارکو شپو له منځه یې یوه ځانګړې شپه وټاکله او پر کابل یې بریدونه ترسره کړل.
په دغو بریدونو کې هغه بېوسه خلک په نښه شول، چې له اوږدې مودې ستونزو وروسته یې د ژوند یو څه هیله موندلې وه، او له هېچا سره یې دښمني نه درلوده. راپورونه دا ښيي چې په دې پېښو کې ګڼ شمېر کسان زیانمن شول او مرګ ژوبله واوښته. ځکه چې پوځ هغه چاودېدونکي مواد کارولي وو چې هر څه یې اور ګرځولي وو او اور بیا وینه زېږوي. همدا اور د دې سبب ګرځي چې د مسلمان دښمنۍ بڼه نوره هم ښکاره شي، او هم په همدې سره د دغې دښمنې قوې زړونه سړېږي. نو له همدې امله یې دا وېروونکی عمل ترسره کړ.
هغو کسانو ته چې د دې پېښې په اړه ډېر حیرانتیا څرګندوي، دا خبره وړاندې کېږي چې د مارچ په اولسمه نېټه د پاکستان ځینو سیاسي شنونکو د تاریخ له زاویې دا خبره په ډاګه کړه، چې څو لسیزې وړاندې هم داسې پرېکړه شوې وه چې کابل وسوځول شي او له خاورو سره برابر کړل شي. وروسته چې څه وشول، هغه بیا د بیان اړتیا نه لري.
خو دا خلک ولې دا هېر کړي چې هغه ځواک چې په خپل سرشت کې د مسلمانانو پر وړاندې دښمني لري، د هغه بنسټ د مسلمان د وینې په بوی ولاړ وي، او په رګونو کې یې د ظلم روح روان وي، هغه به څنګه رحم وکړي؟ داسې ځواک چې نه یې د فلسطین پر مظلومانو رحم وکړ، نه پر عرب مسلمانانو؛ نه یې د بلوچستان د خلکو وینه سپېڅلې وبلله، او نه یې د پښتنو، پنجابیانو او سندیانو د ناحق قتل پر وړاندې اقدام وکړ.
هغه ځواک چې د شلو کلونو په اوږدو کې یې د افغان مسلمانانو پر ضد بهرنيو ځواکونو ته اډې برابرې کړې، او د همدې خاورې له لارې زرګونه بریدونه ترسره شول—ایا دا ناشونې ده چې په یوه شېبه کې پنځه سوه کسان په نښه کړي؟ آیا زه ستا پر سادګۍ قربان نه شم؟
