هرات او نیمروز کې د خوارجو یوه مهمه شبکه وځپل شوه

 

د المرصاد يوه مؤثقه سرچینه له هرات ولايت خبر ورکوي چې د امنيتي ځواکونو په یو لړ عملياتو کې د خوارجو فتنه ګرو يو کس وژل شوی او يو شمير یې ژوندي نيول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له وژل شوي کس څخه يو ميل تومانچه او يو ميل کلاشينکوف هم ترلاسه شوي دي.

سرچينې وايي چې دا عمليات په هرات او نیمروز ولایتونو کې د هغه ګروپ د له منځه وړلو په هدف ترسره شوي چې د روانې قوس مياشتې په لسمه نېټه د جمعې په ورځ یې د هرات ښار په جبرييل ښارګوټي کې یو شمېر اهل تشيع هيوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د سرچينې له قوله، په نيول شويو فتنه ګرو کې يې ځينې ډېر مهم او په ګڼ شمېر جرايمو کې ښکېل دي. دې ګروپ پر اهل تشيع هيوادوالو باندې په مخکنیو ترسره شویو بريدونو کې هم لاس درلود او په يوه ګاونډي هيواد کې د فتنه ګرو خوارجو د يوې شبکې له لوري رهبري کېده.

سرچینې زیاتوي چې د موضوع په اړه يوه ځانګړي فني او مسلکي ټيم خپل تحقيقات پيل کړي او تمه ده چې نور انکشافات هم رامنځته شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version