ننګرهار کې دوه تنه خوارج هلاک او پټنځای یې له منځه یووړل شو.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې؛ تېره ورځ د ننګرهار ولایت په څلورمه ناحیه د استخباراتو ځواکونو لخوا د خوارج یوه پټنځای باندې عملیات وشول، چې پکې دوه تنه خوارج په هلاکت ورسېدل.


خبر زیاتوي؛ په دغو عملیاتو کې یو بل خوارج ژوندی ونیول شو او یاد پټنځای په پوره ډول له منځه یووړل شو.


د یادونې وړ ده، چې په هلاکت‌رسېدلو خوارجو یو تن هغه کس و، چې څو ورځې وړاندې یې د جلال‌اباد ښار تالاشۍ څلورلاري ته څېرمه یو عالم شهید کړی و.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version