نازولی فلسطين

اتمه برخه
عزيز الدين مصنف

د انګلستان وتل او د يهوديانو واک ته راوستل:
کله چې انګلستان له فلسطين څخه ووتلو، اسرائيلو د نوي حکومت د تأسيس اعلان وکړ، په دې وخت کې سازمان ملل يوه جلسه دائره کړه، ترڅو د جګړې مخه ونيول شي، په دې قطع نامه کې راغلي وو، چې د نقب صحرا به يهود نيسي او جليل به عربانو پورې مربوطېږي. سازمان ملل کونت برنادوت د دې فيصلې سره يوځای فلسطين ته ولېږه، عربانو دا فيصله قبوله نکړه، نو يې يهوديانو ته په خطاب کې وويل، که عربان د نقب صحرا يهودو ته نه ورکوي، يهوديان بايد جليل ونيسي او له نقب څخه تېر شي، کله چې يهوديانو دا خبره واورېده، د اشرنيانو (يهوديانو جنګي ډلې) د مشر لخوا برنارد ځای پر ځای ووژل شو، په داسې حال کې چې برنارد د سازمان ملل استازي وژلی و، مګر کله چې نيويارک ته ولاړ د سازمان له تود هرکلي سره مخ شو، ځکه سازمان ملل ته يهوديان مهم وو، نه خپل يو تن غړی.
تر ټولو نادره دا وه، کله چې امريکا د فلسطين د وېش خبره وکړه، نو که به د هر چارواکي لخوا دا خبره رد شوه، سمدستي به وژل کېده، جيمس فرستال د امريکا د نظامي شورا غړي له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ، سمدلاسه له دندې ګوښه شو، آن تر دې چې د يهوديانو لخوا په مرموزه توګه ووژل شو. (في جهه ما جنوب السويس، دوجلاس رید)
اسرائيلو له جګړې وروسته ۲۰۲ کلي تغير کړل، ۲۰۰ جوماتونه يې ړنګ کړل، حتی د قبرونو ډبرې يې خرڅې کړې. (اضطهاد العرب جامعه الدول العربیه، چاپ قاهرة: ۱۹۵۵م)
د يادونې وړ ده، هغه هېوادونه چې اسرائيل يې په رسميت وپېژندل روسيه، انګلستان او آمريکا وه.
د (فلسطين و الضمير الانساني) کتاب لیکوال علوبه ليکي:
شوروي او امريکا په هيڅ شي کې اتفاق نه دی کړی، مګر د اسرائيلو په رسميت پيژندنه کې.
که څوک پوښتنه وکړي چې د يهوديانو پرمختګ په څه کې!؟
ځواب:
• د امريکا او انګلستان ګډې ګټې
• د مسلمانانو غفلت
• د يهوديانو هڅې د خپل ځان لپاره

د صهیونیزم پېل، نړېوال کفر د فسطين د ښکار په تمه:
د نولسمې پېړۍ په پای کې اروپا د يهوديانو له رزالتونو څخه په تنګه شوه، همدارنګه هغه يهود چې د روسيې په ځينو سيمو کې استوګن وو، روسيه د هغوی د محوه کېدو لپاره يوې پلمې ته په تمه وه، ځکه يهودو همېش کوښښ کاوو چې نور قومونه تر خپلې سيطرې لاندې راولي، يهودو د خپلو نظريو د حاکميت لپاره د ځان لپاره د يو حکومت په لټه کې وو، هماغه و چې ختيځ او لويديځ يې له شومو پلانونو څخه په تنګ شول، د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې اروپايي حکومتونو د يهوديانو د ځپلو او څنګ ته کولو کوښښونه پېل کړل، هغه وخت يوه اطرېشي يهودي ليکوال د هرتسل په نامه په کال ۱۸۹۶م کې د (يهودي هېواد) تر سر ليک لاندې يو کتاب وليکه، نوموړي په دې کتاب کې غوښتنه کړې وه، چې د يهوديانو لپاره دې بېل هېواد رامنځته شي، د هرتسل همدا غوښتنه وروسته د صهيونيزم په نظريه بدله شوه.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version