نازولی فلسطين

دویمه برخه
عزیز الدین مصنف

قدرمنو لوستونکو!
دا مستنده لیکنه د فلسطين تر اوسنۍ قضيې پخوا ليکل شوې، د دې مستندې ليکنې ډېره برخه د فلسطين د اشغال تاريخ ته ځانګړې شوې ده، په لومړي سر کې يهودان او د هغوی شوم پلانونه پکې څېړل شوي، دا چې يهودان ولې دومره ځواکمن شول او وتوانېدل چې فلسطين اشغال کړي او د فلسطين په جغرافيه کې د ځان لپاره بېل دولت (اسرائيل) رامنځته کړي.
د دې رسالې په ليکلو کې د عربي او غربي نړۍ د مشهورو معاصرو تاريخ پوهانو له اثارو څخه استفاده شوې او کوښښ شوی چې بالمشاهده حوادث تعقيب کړي.

يهود څوک دي!؟
يهود يا بني اسرائيل د يعقوب عليه السلام اولاده ده او په هغه يې ايمان راوړی و او لکه څرنګه چې يې قرانکريم کې تذکره او يادونه هم شوې، يعقوب عليه السلام ته اسرائيل هم ويل شوی دی او په قرانکريم کې د اسرائيل لفظ ۴۱ ځلې راغلی دی او په عبراني کې اسرائيل په مانا د الله جل جلاله بنده ته ويل کېږي (اسرا په مانا د الله جل جلاله او ائيل په مانا د بنده) دا خلګ په هغه وخت کې يهودي مسلمانان وو، د الله جل جلاله او د هغه د رسول پيروي به يې کوله خو د اول نه يې غوښتنې او خواهشات زيات ول، ولې چې دوی ته الله پاخه خواړه مقرر کړي وو، چې من او سلوا وه او د سيوري لپاره يې ورېځې پرې مقررې کړې وې، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايي: وظللنا عليکم الغمام وانزلنا عليکم المن والسلوای البقرة: ۷)
ژباړه: موږ ورېځ پر تاسې سیوری کړه، د من او سلوا خواړه (مړزان او ترجنبین) مو درته نازل (راښکته او برابر) کړل، او درته مو وویل خورئ له هغو پاکو شیانو چې موږ درته روزي کړي دي، خو ستاسې پخوانیو چې څه کړي، هغه پر موږ ظلم نه و، بلکې هغوی پخپلو ځانونو ظلم کړی وو.
خو وخت په وخت چې کله هم دوی سرکشي کړې، بې لارې شوي او د الله جل جلاله نافرماني يې شروع کړېده، نو پدغه وخت کې ورته الله جل جلاله رسولان او وېروونکي رالېږلي دي، د يعقوب عليه السلام نه وروسته د هغه ځوی يوسف عليه السلام، صالح عليه السلام او بيا ورته موسی عليه السلام، داود عليه السلام، سليمان عليه السلام او نور ډېر رسولان او وېروونکي راغلي او دوی يې د الله جل جلاله وحدانيت او يووالي ته رابللي دي، د ظلم، ناروا، سود، شرک، فسق فجور، په وزن کې د کموالي او فاسدو اعمالو څخه يې منع کړي دي، چا چې ايمان قبول کړی، مؤمنان جوړ شوي او د بدو او ناروا کارونو نه يې انصراف کړی دی، هغوی کامياب شوي دي او چا چې ناروا اعمال او کړنې ترسره کړي دي، هغوی په خسران او تاوان کې دي.
بيا د سليمان علیه السلام له مړينې وروسته يهود په دوه ډلو ووېشل شول، يوه ډله يې په شمال کې چې پايتخت يې سامرا نابلس و، ژوند او اوسېدل اختيار کړل او دوهمه ډله يې په جنوب کې چې اوسنی يورشليم دی، ژوند او استوګنه پکې اختيار کړه، او د دوی هغه ۱۲ يا د دې څخه هم ډېرې قبېلې يا ډلې خورې ورې او تيت او پرک شوې، چې تر ننه يې هم څرک نه لګېږي، بيا دا دوه ډلې په خپلو کې سره دوه پېړۍ وجنګېدې تردې چې سرجون امپراطور پر دوی بريالی شو او امر يې وکړ چې دا ټول يهود بايد د دې سيمې څخه وویستل شي.
بيا د رومانيې امپراطور ادريانوس په ۱۲۵م کال په يهودو حمله وکړه، پنځه لکه يهودان يې ووژل، پنځوس زره يې ژوندي ونيول او يورشليم يې وران کړ.
ورسته په ۱۳۵م کال کې بيا يهودو د (بارکوخيا) په لمسون او لارښونه پاڅون وکړ او حمله يې وکړه، خو ناکام شول، هماغه و چې پدې حمله کې پنځه لکه اتيا زره يهوديان ووژل شول او نور بنديان شول.
د امريکا او ويټنام جنګ کې په ډلييزه توګه ۵۸۲۲۰ امريکایان چې اکثره يې يهود وو، ووژل شول، او همدارنګه د هيټلر لخوا شپږ مليونه يهود ووژل شول، او هيټلر به ويل: ما کولای شول دا ټول يهود مړه کړم او د ځمکې مخ د دې مفسد قوم څخه خلاص کړم، خو يو څو مې پدې خاطر ژوندي پرېښودل چې دونياوال يې وپېژنې چې يهود څرنګه خلګ دي، چې څوک ونه وايي چې هيټلر ظالم و او ظلم يې کړی دی. د فلسطين په جنګ کې د اسرائيلو د دفاع وزير په خبره د ۱۹۴۸م نه تر ۲۰‍۱۰م کال پورې ۲۷۰۹۳ يهودي پوځيان وژل شوي او د يو لک نه زيات زخميان شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version