مسجد اقصى او د هغه پر ضد د يهودو سازشونه

لومړۍ برخه
ناصر سعید

مخکې له دې چې د مسجد اقصىٰ فرياد واورو، لازم بولم چې د دې عنوان لېدونکي ته د مسجد اقصىٰ او ورسره نږدې جوړښتونو پيژندګلوي وکړم.

د اقصىٰ جومات:
عام ډول باندې زموږ د عامو مسلمانانو خصوصا د نوي نسل له ذهنونو څخه ورو-ورو د اقصىٰ تعارف خارجېږي. ځوان نسل له دې نه دي خبر چې دا زموږ اولنۍ قبله ده، نور ډېر مسلمانان القدس کوم چې زيړ رنګ ګنبد لري، د مسجد اقصىٰ په نوم پيژني او هغه د مسلمانانو قبله بولي، دا زموږ ذمه داري ده، چې خپل نسلونه له دې خبر کړو او د اقصىٰ ارزښت د هغوى په ذهنونو کې تلپاتې وساتو.
د اقصىٰ د حدودو په داخل کې د جومات هال 600 شپږسوه ګزه اوږدوالى او 700 ګزه پلنوالى لري، د جومات د ګنبد لپاره ولاړې ستنې د مرمر په تيږه ښايسته شوي دي، محرابونو او د ګنبد دننه برخه کې په ډېر ښکلي نقش باندې طلايي کار شوى دى، له تيږو(ډبرو) جوړ 1600متره اوږد ديوال دا جومات احاطه کړی.
مؤرخين په دې اتفاق دي چې له اولې ورځې تر نن د اقصیٰ جومات په حدودو کې هېڅ کمى زياتی نه دى شوی.
له دې دېوال دننه ټولې برخې ته مسجد اقصىٰ ويل کېږي او کله خلک صرف جومات ته اقصىٰ وايي کوم چې د لمونځ لپاره خاص کړل شوی دی. د اقصىٰ جومات د القدس د تاريخي شهر جنوب شرق خوا ته
په 502800 مربع ګز پراخه ساحه کې موقعيت لري، په مستطيل شکل سره جوړ شوى، په دې احاطه کې د مسجد اقصىٰ ترڅنګ ګنبد الصخرة او نور تقريبا دوه سوه تاريخي مقامات او اثرات هم واقع دي.
مسجد اقصىٰ د ښار په يو لوړ ځاى کې واقع دى، کوم ته چې په تاريخي لحاظ سره موريا ويل کېږي، په موريا کې تر ټولو لوړ ځاى باندې ګنبد الصخرة جوړه شوې ده او مسجد اقصىٰ په هغه ځاى کې د زړه حيثيت لري.
مسجد اقصیٰ د مسجد حرام او مسجد نبوي سره دا توپير لري؛ چې په هغوى دواړو کې څو څو ځلې پراختیا راغلې او حدودو يې تغير کړی، مګر مسجد اقصىٰ له اولې ورځې تر نن پورې بالکل پخپل حال پاتې شوی، نه په کې توسيع شوې او نه يې حدودو تغير کړی.

د مسجد القصیٰ دروازې:
جومات له عمومي ديواله د ننوتلو لپاره څوارلس دروازي لري، چې لس دروازې نن هم فعالې دي او څلور نورې دروازې سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د امنيت له خاطره بندې کړې وې. د فعالو دروازو نومونه په دې ډول دي:
باب خطه، باب فيصل، باب غوانمه، باب ناظر، باب حديد، باب قطانين، باب سلسله، باب مغاربه، له دروازو داخل ته يوه خلاصه راوتلې ساحه ده کومه چې بيا اووه دروازې لري، له هغې مخکې پراخه صحن دى چېرته چې واړه-واړه تعميرات (جوړښتونه) دي، مثلا وړې ګنبدې، چبوترې، آذان لپاره مينارونه، د اودس ځايونه، د اوبو کوهي، د درس ځايونه او هغوى لپاره محرابي دروازې او داسې نور…

اقامهاالله وادامها

نور بيا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version